شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجرمني: د سولې د خبرو او افغان ځواکونو ملاتړ کوو

جرمني: د سولې د خبرو او افغان ځواکونو ملاتړ کوو

تاند(پنجشنبه، د دلوې ۹) له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره پر افغان سوله، دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

 مېرکل په دې خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي او د یوه خپلواک، پرمختللي او با ثبات افغانستان هیله لري.

نوموړې ویلي له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې هم هر اړخیزې همکاري ته چمتو دي.
میرکل له افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونه اوس د سیمې په کچه پر یو غښتلي ځواک بدل شوی.

 ولسمشر غني هم په یاد ويډیوي مکالمه کې په ټولو برخو کې د المان له مرستو او همکاریو مننه کړې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
میرکل له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې روان تاوتریخوالی غندلی دی.

میرکل داسې مهال د اوربند غوښتنه کړې، چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي، چې ټول افغانان له وېرې او وحشت ستړي دي او طالبان دې بېړنی اوربند وکړي.

د دغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په هېواد کې بې وزلي او نا امني ډېره شوې ده او ډېری حقوقي او مدني فعالان او خبریالان له هېواد په تېښته دي.

 د نوموړې په خبره طالبانو او حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند وکړي او په دې توګه دې په هېواد کې د وېرې او وحشت خپره شوې تیاره لرې کړي.

هغې ویلې تر ډېره هغه څېرې په هېواد کې له ګواښونو سره مخ دي، چې د عدالت، جګړې ضد، سولې او امنیت لپاره یې مبارزه کړې ده.

 شهرزاد اکبر هیله ښودلې چې ژر تر ژره دې دواړه لوري د پیاوړي او سوله ییز افغانستان د جوړولو لپاره اوربند وکړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، چې لا هم کومې مطلوبې پایلې ته نه دي رسیدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب