تاند ( سه شنبه، د دلوې ۷) د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې سني لیون ویلي، چې نه یوازې ښکلې څهره بلکې لري، بلکې ښې وړتیاوې هم لري.
سني لیون، چې یو هندي پروګرام بیګ باس پنځم پړاو کې د لومړي ځل لپاره راښکاره شوه، د خپلې ښکلې څهرې له کبله د پروګرام ترټولو ښکلې او د ډیرو لیدونکو د خوښې وړ لوبغاړې وګرځېده.
تیره ورځ نوموړې پر خپل انسټاګرام پاڼه یوه ویډیو خپره کړې، چې په ډير زړه راښکونکي ډول، د فوټبال توپ په سر او پښو باندې لوبوي.
۳۹ کلنه سني لیون، چې اصلي نوم یې کرن جیت کور دی، کاناډا کې په یوه سک کورنۍ کې نړۍ ته راغلې او د ځوانۍ پر مهال یې امریکا ته کډه کړې ده.
هغه زیاتوي، چې د یوې اسیايي نجلۍ په توګه په ښوونځي کې زورول شوې او له همدې امله د تعصب ښکار شوې ده. سني لیون ویلي، چې دې پېښو یې پر ژوند ژورې منفي اغېزې کړی دی.
لیون، پر خپل انسټاګرام له خپرې کړې ويډیو سره لیکلي، چې هغه نه یوازۍ ښکلې څهره لري، بلکې ښه استعدادونه هم لري.