شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتېرکال۵۶۰ زره کیلوګرامه توکي بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي

تېرکال۵۶۰ زره کیلوګرامه توکي بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي

تاند (سه شنبه، د دلوې ۷) د اریانا افغان هوايي شرکت چارواکو ویلي، چې په تېر مالي کال کې یې شااوخوا ۵۰۰ او ۶۰ زره کیلو ګرامه سوداګریز توکي د هوايي دهلېزونو له لارې د شااوخوا ۲۰۰ پروازونو په ترڅ کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته رسولي دي.

د دې شرکت سرپرست کپتان عبدالمعروف سکندري په کابل کې ملت ته د حکومت ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې وویلي، چې له انتقال شوېو سوداګریزو توکو یوازې شااوخوا ۶۰ زره یې د ۹ پروازونو په ترسره کولو سره هندوستان ته رسول شوي دي.

ښاغلي سکندري زیاته کړې: “په ټوله کې ۵ لکه ۶۰ زره او ۴۴ کیلوګرامه سوداګریز توکي د ۲۵۲ پروازونو په ترسره کولو سره د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته انتقال شوي. د کارګو له لارې، موږ هم صادارتي کارګو درلوده او هم وارداتي کارګو.”

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې د اریانا افغان هوايي شرکت په تېر مالي کال کې یوازې ۱۴ میلیونه افغانۍ مالیه حکومت ته ورکړي ده.

اریانا افغان هوايي شرکت اوس مهال څلور فعالې الوتکې لري، چې د نړۍ لویو ښارونو لکه چین، هندوستان، ترکیه، دوبۍ او منځنۍ اسیا هېوادنو ته پروازونه کوي.

له اریانا افغان هوايي شرکت سره تازه باختر هوايي شرکت هم له کالونو وروسته په فعالت پیل کړي، چې یوازې تیره میاشت یې کندز او ننګرهار ته داخلي پروازونه کړي دي.

د هوايي چلند د ادارې د مالوماتو له مخې، چې ډير ژر د ماليې وزارت په مالي لګښت یاد شرکت ته نورې الوتکې هم وپیري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب