شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد حکومت مرکچي پلاوی: له ۹ ورځو را په دې خوا طالبان...

د حکومت مرکچي پلاوی: له ۹ ورځو را په دې خوا طالبان رسمي بحث ته نه دي حاضر شوي

تاند (سه شنبه، د دلوې ۷) د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي یو غړی وايي، په قطر کې د طالبان له ۹ ورځو راهیسي د سولې د دویم پړاو خبرو په ترڅ کې رسمي بحث ته ندي حاضر شوي.

محمد نادر نادري په دې اړه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د سولې تینګښت او د افغانستان د خلکو له وژنو څخه مخنیوی د افغانستان د دولت او ولس لومړیتوب دی؛ خو په خبره یې یاده ډله د خبرو رسمي بحث ته نه حاضریږي.

نوموړي لیکلي، د افغانستان اسلامی جمهوریت هیئت په پوره صداقت او اخلاص سره د همدې هدف لپاره په دوحه کې دی.

ښاغلی نادري زیاتوي، ۹ ورځې کیږي چې مقابل لوری (طالبان) د جنګ د ختمیدو لپاره رسمي بحث ته نه دی حاضر شوی او په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه لیدل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي څو ورځې وړاندې د خبرو اجنډا د طالبانو ډلې ته سپارلې خو طالبانو د اجنډا لپاره ترې وخت غوښتی دی.

باید وویل شي چې د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر همدا نن سهار د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه تهران ته تللی او د معلوماتو له مخې هلته به د هغه هېواد له چارواکو سره د افغان سولې د دویم پړاو خبرو په اړه مشورې وکړي.

2 COMMENTS

  1. طالبانو ته وايم چې اوتې بوتې مه غږوئ سمدستي خبرو ته حاضر شئ او روانه جګړه په ښه توګه ختمه کړئ دلته هيواد کې وضعيت ښه نه دی او هره شېبه ښکېلې غاړې او ملکي وګړي وژل کېږي چې تاوان يې بيا هم افغانستان ته رسېږي…..

  2. ورا ده پنډه په نغري ، ناوې تللي په درګي .
    دافغانستان د سولې هیئت په دوحه کې ورته منتظر دی چې اوس به ناوې راځي ، ناوي له ایراني یارانو سره یارانه کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب