تاند (سه شنبه د دلوې ۷) ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې وړاندې له مخکېني جمهوررئیس حامدکرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او استاد عبدرب الرسول سیاف سره په ګلخانۍ ماڼۍ کې کتلي او د هېواد پر سیاسي اجماع او مطلوبې سولې یې ټینګار کړی .
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر او یادو مشرانو د هیواد پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي کموالي، سیاسي اجماع او د مطلوبې سولې په راتګ چې د افغانستان د ثبات او وینې ودرېدو لامل شي، خبرې کړي دي.
خبرپاڼه وايي، چې ولسمشر غني په ټینګار سره ویلي، چې د هیواد په دغو حساسو شرایطو کې به د سولې پروسې په اړه له ولسونو، سیاسي شخصیتونو او بېلابېلو اقشارو سره د سلا او مشورو لړۍ ادامه ولري.
ولسمشر غني او د هيواد سیاسي مشران داسې مهال سره ویني، چې تېره ورځ ولسمشر غني وویل، چې د امریکا د نوي حکومت اداره به دوحه کې د طالبانو سره شوې هوکړه له سره و ارزوي او دې برخه کې به له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.