Homeخبرونهملګري ملتونه: د افغان سولې خبرې یو مهم فرصت دی، ملاتړ یې...

ملګري ملتونه: د افغان سولې خبرې یو مهم فرصت دی، ملاتړ یې کوو

تاند (سه شنبه د دلوې ۷) افغانستان له تاریخي پلوه په یو مهم پړاو کې دی او د سولې پر سر روانو خبرو په دغه هېواد کې  د څو لسیزو جګړو د ختمولو لپاره یو مهم فرصت رامنځته کړی.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې اوږدې جګړې دغه هېواد ته خورا مالي او ځاني زیانونه ورسول او اوس ددې وخت دی، چې افغانان د خبرو له لارې یوې دایمي سولې ته ورسیږي.

په سیاسي او سولې چارو کې د دې سازمان مرستیاله روزماري ډیکارلو ویلي: “که څه هم افغانستان ته د سولې لپاره یو مهم فرصت په لاس ورغلی، خو بیا هم د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه د دې هېواد د کړکېچن وضعیت ښکارندويي کوي. ملګري ملتونه په ټول توان هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته رسېدو کې مرسته وکړي.”

روزماري ډیکارلو په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې تېره ورځ اروپايي ټولنې هم سولې ته د رسېدو لپاره د ریښتینو خبرو د پیلېدو غوښتنه کړې وه.

ملګري ملتونه د کړکېچ له زیاتېدو سربېره، په تېر ۲۰۲۰ کال کې د جګړو له کبله په افغانستان کې له خپلو کورونو څخه د ۳۸۰زره کسانو له بې‌ځایه کېدو خبر ورکوي.

له يوې خوا ملګري ملتونه په افغانستان کې روان وضعیت کړکېچن بولي، بل خوا بیا اروپايي ټولنې سولې ته د رسېدو لپاره د ریښتنو خبرو د پیل غوښتنه کړې.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو: “په دوحه کې د سولې لپاره ریښتنې خبرې باید له سره پیل او د باور رامنځتهکولو او په تدریجي ډول د پرمختګ پر لور روانې شي، د دې پر ځای چې د یوه بل پر وړاندې دفاعي حالت غوره او له نور ډېر امتیاز وغوښتل شي. دا حالت به یوازې جګړه او د قربانیانو شمېر یې زیات کړي.”

اروپايي ټولنه داسې مهال په قطر کې د سولې د ریښتنو خبرو د پیل غوښتنه کوي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له تېرو ۹ ورځو راهیسې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوو هیڅ غونډه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...