Homeمقالېچاپیریالتېر ۲۰۲۰ کال کې ۵۰۰۰ افغانانو د ککړې هوا له کبله ژوند...

تېر ۲۰۲۰ کال کې ۵۰۰۰ افغانانو د ککړې هوا له کبله ژوند بایللی

تاند( سه شنبه، د دلوې ۷) عامې روغتیا وزارت وايي، چې د تېر ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې شاوخوا ۵۰۰۰ افغانانو د ککړې هوا له کبله خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، وژل شویو کسانو تر ډېره د تنفسي او زړه ناروغیو له کبله چې د ککړې هوا له امله انسان پرې اخته کیږي ژوند بایللی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري تاند سره خبرو کې وايي، چې د ککړې هوا په تیر ۲۰۲۰م کال کي د نیږدې ۵۰۰۰ افغانانو ژوند اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال کابل په نړۍ کي یو له هغو ښارونو څخه وو چي د هوا د ککړتیا کچه پکې تر ټولو لوړه ښودل شوې وه.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو قربانیانو له ډلې یوازې ۱۰ سلنه یې په پلازمېنه کابل کي دي.
افغان حکومت په یو تازه اقدام کې د بېلا بېلو ادارو یو جوړښت رامنځته کړی، چي په کابل ښار کي د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.
د یاد اقدام په لړ کې د چاپېریال ساتنې اداره وايي، چي ۱۶۶ هغه لوړپوړیزې ودانۍ یې بندې کړې دي، چي د دوی سپارښتنې یې نه دي‌عملي کړې.
د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، هر کال ۸,۲ میلیونه خلک د ککړې هوا له امله په نړۍ کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...