جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهناروې؛ افغان حکومت باید خپلو لاسته راوړنو ته پام وکړي

ناروې؛ افغان حکومت باید خپلو لاسته راوړنو ته پام وکړي

تاند(شنبه، د دلوې ۴) ولسمشر ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام  د ناروې هېواد له لومړۍ وزیرې ايرنا سولبرګ سره ټیلیفوني خبرو کې پر هر اړخیزو ګډو همکاریو او د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ناروې لومړۍ وزيرې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته اندیښنه ښودلې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یې پر دایمي اوربند ټینګار کړی.

میرمن سولبرګ دغه راز په دې ټیلفوني مکالمه کې ویلي، چې افغان حکومت باید د سولې په خبرو کې د خپلو شل کلنو لاسته راوړنو خوندیتوب ته پام وکړي.
د ناروې لومړۍ وزیره داسې مهال له داړو لورو د اوربند غوښتنه کوي، چې افغان مذاکراتي پلاوی وايي، طالبان لاهم په دویم پړاو خبرو کې ناستې ته اماده نه دي.
د یادونې وړ ده، چې ناروې هېواد اوس مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې سل تنه سرتیري لري.

یا هېواد تیره میلادي میاشت د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو خبرو په غبرګون، چې ګواکې له افغانستان څخه خپل سرتیري اوباسي ویلي وو، چې دا هیواد به د ناټو د یوه غړي په توګه خپل پوځیان له افغانستان ونه باسي.

د ناروې نیوز انګلیش ویبپاڼې ددغه هیواد د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي و، چې ناروې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې خپل حضور ته دوام ورکوي خو اړتیاوو ته په پام کېدای شي چې د خپل ماموریت او ونډې پر څرنګوالي کې بدلون راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب