Homeخبرونهولسمشر غني د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړ

ولسمشر غني د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړ

تاند (شنبه د دلوې ۴) ولسمشر اشرف غني د دوو جلاجلا فرمانونو په صادرولو سره د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه او پر ځای یې محمد خالد پاینده ددغه وزارت د نوي سرپرست په توګه ټاکلی دی.

دا په نژدې یوه میاشت کې د نوې کابینې دویم وزیر دی چې د حکومت له لوري له دندې لرې کېږي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني د عامې روغتیا وزیر جواد عثماني هم له خپلې وظیفې ګوښه کړی و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې عبدالهادي ارغندیوال د ولسمشر د اوامرو او احکامو له منلو سرغړونه کوله، د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې یې همکاري نه کوله، د مدیریت د کمزورۍ په تړاو یې د څېړنو اجازه نه ورکوله او دغه راز یې د نوموړي د ګوښه کولو لپاره ځیني نور دلایل هم ذکر کړي دي.

ښاغلی ارغندیوال د حکومت د نوې کابینې لومړی وزیر و چې د روان کال حمل میاشت کې د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شو.

د نوموړي په لرې کېدو سره چې کابو یوه میاشت وړاندې یې له ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړې وه یو بل وزارت هم سرپرست ته وسپارل شو.

عبدالهادي ارغندیوال یا هم د هغه شاوخوا کسانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

د ارغندیوال په لرې کېدو سره دا شپږم وزارت شو، چې د سرپرست وزیر له خوا اداره کېږي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني هم چې د ولسي جرګې څخه یې د باور رایه اخیستې وه له دندې لرې او دغه وزارت یې سرپرست وزیر ته وسپاره.

دغه راز د پوهنې، ښځو چارو، د کلیو پراختیا او اطلاعاتو او کلتور هغه وزارتونه دي، چې نوماندانو یې له ولسي جرګې رایه تر لاسه نه کړه او تر اوسه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...