شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ملا عمر نژدې ملګری عبدالحی مطمین مړ شو

د ملا عمر نژدې ملګری عبدالحی مطمین مړ شو

تاند (شنبه د دلوې ۴) د ملامحمد عمر نژدې ملګری او د طالبانو د اسلامي امارت مشهور ویاند ملاعبدالحئ مطمین د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغه پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

نوموړي زیاته کړې: «په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت پخوانی ویاند او د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور مخکنی رئيس مولوی عبدالحی مطمئن صاحب د ورپیښي اوږدې ناروغۍ له امله وفات شو.»

مجاهد د عبدالحئ مطمین کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې نوموړی چېرته او کله مړ شوی دی.

بله خوا داسې ویل کېږي چې عبدالحی مطمئن د پېښور په یوه روغتون کې د نمونیا له ناروغۍ سا ورکړې ده.

مطمئن په طالبانو کې د مطبوعاتي فعالیت تر څنګ لیکوال او شاعر هم و چې په ۲۰۱۷ کال کې د «ملا محمد عمر: طالبان او افغانستان» تر سرلیک لاندې یې یو کتاب له چاپه راووت.

په دې کتاب کې د طالبانو د غورځنګ له راټوکېدو تر د سولې خبرو پورې يې پر ګڼو مسایلو بحثونه کړي دي.

د ملا عبدالحي مطمئن کتاب په طالبانو کې ګڼ غبرګونونه راوپارول. د ملا محمد عمر له مړینې وروسته عبدالحی مطمئن د پخواني طالب مشر ملا اختر محمد منصور نژدې همکار و.

عبدالحی مطمئن د افغانستان د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې زېږېدلی و او د کډوالۍ په کلونو کې يې د کوزې پښتونخوا په دیني مدرسو کې زده کړې کړې وې.

2 COMMENTS

  1. وحید
    مطمین جنت ته د تګ بیړه نه لرله، نه پوهیږم چی ولی ورټیله سو. تر اخره یی په دی دنیا ځان کلک نښلولی و، نور یی جنت ته ټیل وهل، خو خپله یی ځان دلته ټینګ کړی و ښه سو سی ورغی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب