شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا غواړي له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ د حکومت په تړون...

امریکا غواړي له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ د حکومت په تړون له سره غور وکړي

تاند (شنبه د دلوې ۴) د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره ټلېفوني خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې په دغې ټلیفوني مکالمه کې چې پرون جمعه شوې، ښاغلي سالیوان ویلي چې متحده ایالتونه د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون د بیا کتنې نیت لري.

په دې ټلیفوني تماس کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی چې د یاد تړون په بیا کتنه کې به وارزول شي چې ایا طالبان له ترهګریزو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که نه.

سرچینه زیاتوي، سالیوان حمدالله محب ته ډاډ ورکړی چې امریکا د افغان سولې له پروسې او هغو رغنده سیمه ییزو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته د دواړو خواو په رسېدو کې مرسته کوي.

دغه امریکايي چارواکي د سولې د پروسې د برخې په توګه د افغان مېرمنو، نجونو او لږکیو ډلو د فوق العاده لاسته راوړنو له خوندیتابه دا مریکا د ملاتړ ډاډ هم ښودلی دی.

تر دې مخکې د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر جو بایډن د بهرنیو چارو نوماند وزیر انتوني بلینکن هم ویلي و چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه به بیا وارزول شي.

دغه تړون تېر کال د حوت په لسمه په دوحه کې لاسلیک شو.

ددې تړون له مخې امریکا باید خپل ټول ځواکونه د روان میلادي کال تر پایه له افغانستان څخه وباسي.

باید وویل شي چې د امریکا دفاع وزارت تېره اونۍ ویلي و چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته کړی دی.

د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه کې دا هم راغلي چې طالبان باید نورو تروریستي شبکو ته اجازه ور نکړي څو د افغانستان خاوره د یاد هېواد د ګتو پر ضد وکاروي او دغه ډله باید له یادو شبکو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

په ورته مهال سي ان ان ټلوېزیوني شبکې خبر ورکړی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به خپل ماموریت ته داوم ورکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر خپله دنده پریږدي او له نوموړي به وغواړي چې د افغان سولې روان بهیر خپل ټاکل شوي هدف ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب