شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملکي هوايي چلند ادارې د حکمتیار تورونه رد کړل

ملکي هوايي چلند ادارې د حکمتیار تورونه رد کړل

تاند (شنبه، د دلوې ۴) د ملکي هوايي چلند ادارې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار هغه تورونه رد کړل، چې ویلي یې و بې نوم او بې نښانه الوتکې د حامدکرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه قاچاق کوي، خو څوک یې د پوښتنې نشته.

ښاغلي حکمتیار پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې له افغانستان څخه د هوا له لارې پر قاچاق کولو اندېښنه څرګنده کړه وې ویل: “ولې بې لوګو الوتکې راځي؟ ولې یې امنیت د بلې ادارې له خوا نیول کېږي؟ هغه اداره چې په غلاوو کې شریکه ده. په لوټماریو کې شریکه ده او د هغو خلکو امنیت هم، چې د چارواکو خپلوان دي نیسي. بې له کومې ویرې او مانع هر څه چې زړه یې غواړي وړي یې. طلا دي، پيسې دي، ډالر دي. حتماً همدا دي بل څه نه دي.”

خو د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې تیر ورځ ناوخته د ښاغلي حکمتیار د یادو تورونو په ردولو سره ویلي، چې د حامدکرزي په نړیوال هوايي ډګر کې کلک امنیتي څار کېږي او هرکال زرګونه کیلوګرامه مخدره مواد او سره زر کشف او اړوند ادارو ته یې سپاري.

ملکي هوايي چلند ادارې، پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “د افغانستان هوایي ډګرونه د کلکو امنیتي تدابیرو ترڅنګ د مسافرو بررسي کارګو پر غاړه لري او د قراردادي شرکت تغیر هم د امنیتي سیستم د تقویت په پار شوی، د هېواد امنیتي ځواکونه پرته د میدان د کاري او عملیاتي جریانونو د هوایي چلند په امنیتي او هینډلینګ چارو کې د مداخلې حق نلري او نه د هوايي ډګر د شرکتو په کاري جریان او عملیاتي پروسیجر کې د استثنائاتو راوړلو حق لري”

یادې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د هېواد ټول سیاسي مشران دې د دغه ډول بې بنسټه خبرو له خپرولو وړاندې د ځان د ډاډمنولو لپاره موضوع له دوی سره شریکه کړي، څو د خلکو او رسمي ادارو باور زیانمن نه شي.

په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر یوازینی دی، چې د امنیتي چارواکو دندې یې د ډیر کم وخت لپاره وي.

له نیږدې یو کال راهیسې، یاد هوايي ډګر ته پنځه قومندانان تغیر او تبدیل شول، خو لا هم له دغه ځایه د فساد او بې نظمۍ په اړه د خلکو شکایتونه راپورته کیږي

3 COMMENTS

  1. دا څیره د لیدلو نده او ماغزه یی د لوستلو ندی ، هلیه ده د دی څیری له خپرولو او ورباندی له راپور لیکلو ډه ډه وکړی.

  2. وحید
    حکمتیار ورور !
    له موږ اوتاسو وشړیده، څومره چې دې خبروکی ګوتی وهو خدای مو نور هم شرموی. فقط که یو کار وشی چی وروسته له دی ځان سم کړو او ملت نه بښنه وغواړو دا به زموږ لویه کامیابی وی. بس ده شتمنی مو هم ډیره زیاته شوه. خدای خبر راتلونکی نسل به څومره راپسی بد وایی. ته باور وکه سی ستا په دی خبرو یو سړی هم یقین نه کوی، دا نوی ځوان نسل بل رقم خلک دی، دوی اوس ترقی او عصری زوند غواړی، دوی قانون، تمدن او نظم او دسپلین غواړی. نور د فرصتونو له لاسه وتل نشی زغملای. افسوس چی موږ او تاسو ته څوک سمه مشوره نه راکوی. آی اس ای بدبخت ډیر وغولولو ډیر نامرده خلک و، خپل وطن یی را باندی وران کړ خپله هغه ده هرڅه کوی روسانو، چینایانو، امریکایانو اسرایلو او نورو ټولو سره معاملات لری آن هند سره دتجارت ارمانجن دی، خو موږ یی دربدره او پهشرمو وشرمولو. لعنت دی په قاضی حسین، جنرال اختر، حمیدګل او ضیاع الحق شی. زه او ته له شرمه دومره ورته نسو ویلی چی په کونړ راکټونه مه راوله چی مسلمانان دی قتل کړل، خو دوی اوس هم په موږ د باداری خیال لری.

  3. له یوې خوا تش په نامه پخوانیو رابرانو( رهبرانو ) له ګران افغانستان او افغانانو سره دومره بد کړي چې تاریخ لیکونکي به له کتابونو لیکلو پرې ستړي شوي وي . او له بلې خوا متاسفانه داسې بد تعامل په افغانستان کې رواج شویدی چې که هرچاته واک ورکړې ، حتما خیانت کوي او یا خیانت کولو ته ترغیب کیږي .
    ګل به دین دومره خیانت او ضدیت له افغانانو سره کړیدی که اوس رښتیا هم ښه انسان شي او له خپل ولس نه معذرت هم وغواړی ، خو ولس به پردوی اعتماد ونکړي او هېڅکله به یې ونه بښي . خو دی ملامت ندی . چاچې په خپل دوهم کور پنجاب کې په تخریب ، ورانولو ، وژلو ، دروغویلکو کې انجنیري دیپلوم اخیستی وي ، په هغوی پسې لمونځ کول حرام او د داشان تش په نامه انجنیرانو ځای به اسفل السافلین وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب