یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د کرکټ سوپر لیګ لوبو جدول

د کرکټ سوپر لیګ لوبو جدول

تاند (شنبه، د دلوې یا سلواغې ⑷ د نړۍ د کرکټ سوپر ليګ سياليو د هغو لوبډلو جدول چې تراوسه يې خپلې ترسره شوې لوبې ګټلې دي.

په دې جدول کې آسټرالیا په سر کې قرار لري او په شپږو لوبو کې ۴ ګټلي او ۲ یې بایللې، انګلینډ هم ۶ لوبې کړی چې، ۳ یې ګټلي او ۳ یې بایللې دي.
بنګله دېش بیا درېم دی چې ۲ لوبې یې کړي او دواړه یې ګټلې دي.

پاکستان څلورم دی او په درېو لوبو کې یوه بایللې او دوه یې ګټلې دي.

افغان کرکټ ملي لوبډله بیا پینځم ځای کې قرار لري چې، یوه لوبه یې کړې او ګټلې یې ده.

د دې سياليو له مخې به ٧ د زياتو نومرو ترلاسه کوونکې لوبډلې نېغ په نېغه د ٢٠٢٣کال پنځوس اوريزه نړيوال جام ته لاره پېداکړي.

افغانستان يوه لوبه کړې او په ګټلو سره يې لس نمبرې اخيستي دي.

افغانستان به خپله دوهمه لوبه هم سبا یک شنبه د آیرلینډ پر وړاندې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب