یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونه‏د قریشي وروستیو څرګندونو په اړه د افغانستان د سولې وزارت غبرګون

‏د قریشي وروستیو څرګندونو په اړه د افغانستان د سولې وزارت غبرګون

تاند ( شنبه، د دلوې یا سلواغې ⑷ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وروستيو څرګندونو په اړه ‎د سولې په چارو کې د دولت وزارت سخت غبرګون ښودلی.

د ‎سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستياله وايي، د دې پرځای چې پاکستان د امريکا له نوي حکومته وغواړي چې د افغانستان د سولې پروسه کې د ټرمپ لاره تعقيب کړي له طالبانو دې خپل ملاتړ ودروي.

‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د الجزيرې سره په يوه مرکه کې له جو بايډن غوښتي څو د افغانستان د سولې پروسه تعقيب کړي.

قريشي ويلي: “زه فکر کوم د امريکا نوی دولت بايد درک کړي چې افغانستان کې فرصت موجود دی او هغه پروسه چې پيل شوې، بايد ویې ساتي او هغه شاته ونه غورځوي”.

دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي چې د افغان سیاسیونو په باور لاهم پاکستان د ژمنو سره سره د افغان سولې پروسه کې مثبت رول نه دی لوبولی.

دوی وایي پاکستان د تېر په څېر افغان سولې ته ژمن نه دی او بیاهم دوه مخی رول لوبوي.

د یادونې ده چې په قطر کې د سولې مذاکراتو په دویم پړاو درې اونۍ اوړي، خو تر دا مهاله پکې هېڅ پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وايي، پوهیږي چې د مذاکراتو ځنډ له افغانانو قرباني اخلي خو په وینا یې دوی په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی دی او مقابل لوري ته یې خپل وړاندیزونه سپارلي او د ځواب په تمه دي.

خو بل لورته بیا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک وايي، مقابل لوري یې تر دا مهاله د اجنډا لپاره خپل موضوعات نه دي ور سپارلي.

1 COMMENT

  1. کله چې پنجابي طالبان د ملا براډرز په مشرۍ پنجاب ته دعوت شول ، مونږ ټول په دې متیقین شولو چې پنجاب نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي . پنجابیانو د طالبانو مشرانو سره پټې او ښکاره لیدنې وکړې او هغوی یې دې ته تشویق کړل چې د افغانستان له دولت سره د خبرو د دوام پرځای هغه نور هم وځنډوي . دوی فکر کوي چې د خارجي قواوو په وتلو سره به د افغانستان اسلامي جمهوریت نور هم کمزوری شي . له بلې خوا په کابل کې ناست تش په نامه سیاسي مشران یو یو هلته پنجاب ته ورغواړي او پټې معاملې ورسره کوي . دوی فکر کوي د طالب په مشرې داډلې ټپلې به په آساني سره د ټول افغانستان واک ترلاسه کړي او د پنجاب ستراتیژیک عمق به د تل لپاره تضمین شي . پنجاب به په افغانستان کې تش په نوم حمارت جوړ کړي ، خو واک او اختیار به یې له اسلام برباد سره وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب