یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني وایي که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، واک به ورته...

ولسمشرغني وایي که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، واک به ورته پرېږدي

تاند( شنبه، د دلوې یا سلواغې) افغان ولسمشرمحمداشرف غني وايي، له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پرېکول افغانستان کې د سولې لپاره مهمه اړتیا ده.

ولسمشر غني وايي سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان له هېواده بهر پټنځایونه ونلري.

نوموړی د لنډ مهال حکومت پر طرحه هم نیوکې کړي او ویلي یې دي، که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، دی به د واک لېږد لپاره حاضر شي.

نوموړي ویلي، د پاکستان له لومړي وزیر يې غوښتي، چې طالبانو ته ښکاره ووایي، چې له سیاسي حللارې پرته بله لار نشته.

افغان ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې سخت زور اخیستی.

عام افغانان د جګړې له لوريو د اوربند غوښتنه کوي او هیله لري چې طالبان به اوربند وکړي.

عام خلک داسې مهال په تکرار سره د اوربند غوښتنه کوي چې کلونه کېږي طالبان پرې مثبت غبرګون نه ښیي او د راپورونو له مخې تر اوربند ورته د نظام بدلون مهم دی.

خو د طالبانو دا غوښتنه بیا نه حکومت او نه هم په غوڅ اکثریت عام افغانان مني.

دوی وایي هېڅکله به موقت حکومت ونه مني او چا ته به اجازه هم ورنکړي چې په تېرو لاسته راوړنو معامله وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب