یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا پیلېږي

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا پیلېږي

تاند ( شنبه، د دلوې یا سلواغې ۴ ) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا یک شنبه ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي افغان لوبډله پوره چمتووالی لري.

له دې وړاندې افغانستان آیرلینډ ته په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۶ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.

په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې آیرلینډۍ لوبډلې ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې له لورې په لومړۍ لوبه کې رحمن الله ګربز، راشدخان او جاوید احمدي تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

ګربز ۱۲۷، راشدخان بیا چټکې ۵۵ او جاوېد احمدي ۳۸ منډې جوړې کړې وې.

په یاده لوبه کې د سلیزې په وهلو رحمن الله ګوربز لومړی افغان او د نړۍ په کچه شپاړلسم لوبغاړی شو چې په خپلې لومړۍ یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کې سلیزه ووهله.

مقابل کې ایرلنډۍ لوبډله ونه توانېده چې یاد هدف پوره او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۷۲ منډې جوړې کړې چې پکې ټکر تر نورو ډېرې ۸۶ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب