تاند ( شنبه، د دلوې یا سلواغې ۴ ) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش، د سره صلیب او هلال احمر نړیوالو ټولنو د اټومي وسلو د استعمال د مخنیوي د تړون د لازم الاجرا کېدو هرکلی کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د نړۍ ۵۱ دولتونو دا تړون تازه تایید کړی دی.
د مالوماتو له مخې دا تړون دولتونه مکلف کوي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې د وسلو ټولو قربانیانو ته روغتیایي، رواني او فزیکي مرستې برابرې کړي.
دملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اټومي وسلو لرونکو هیوادونو د بې وسلو کولو مسئله د ملګرو ملتونو لپاره ډېره ارزښتناکه ده.
سرچینې زیاته کړې چې ټول هېوادونه د دا ډول وسلو د ختمولو لپاره باید بېړني اقدامات وکړي او د هغه بشري بحران مخه ونیسي چې د دغو وسلو د کارولو له کبله پیدا کیږي.
د یادونې ده چې، دا په تېرو دوو لسیزو کې د اټومي وسلو د مخنیوي او بې وسلو کولو لومړۍ وسیله بلل کیږي.
بل لورته نړیوالو شنونکو هم پر دې پرېکړه خوښي ښودلې او ویلي دي چې د دې پرېکړې عملي کېدل به د هېوادونو د وګړو رواني ستونزې چې د اټومي وسلو د استعمال له وېرې ورته پیدا شوي ور حل کړي.