یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمسوولان: د برېښنا ستونزه لا بشپړه نه ده حل شوې ژر به...

مسوولان: د برېښنا ستونزه لا بشپړه نه ده حل شوې ژر به حل شي

تاند( شنبه، د دلوې یا سلواغې ۴) د فغانستان برېښنا شرکت مسوولان وایې چې، د بغلان ـ سمنګان تر مینځ د برېښنا پایو کې رامنځته شوې فني ستونزه تېره ورځ په بشپړ ډول نه ده نه حل شوې.

یاد شرکت وایي فني کارکوونکي هڅه کوي چې نن ستونزه حل او برېښنا ونښلوي.

افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله تېره ورځ قطع شوې ده.

برېښنا شرکت تېره ورځ ویلي وو چې، په بغلان ولایت کې د وارداتي برېښنا په څو پایو کې د تخنیکي ستونزې د رامنځ ته کېدو له امله وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې کلونه کېږي افغانان وخت ناوخته د ورته ستونزو سره مخ کېږي خو حکومت لا نه دی توانېدلی چې دا ستونزه دایمي حل کړي.

عام خلک او امنیتي چارواګي وایي د تخنيکي ستونزو سربېره وخت نا وخته وسله والې ډلې هم د فشار او باج په خاطر وخت نا وخته د برېښنا پایو ته زیان رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب