یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+درویشتم عامه کتابتون/ حبيب وقار

درویشتم عامه کتابتون/ حبيب وقار

د کلي عامه کتابتون خوځښت له لوري د وردګو ولايت، سيداباد ولسوالۍ په عمر ولي ليسه کې چې د يوسف خيلو په کلي کې موقعیت لري په ۲۰۸۰ ټوکه کتابونو او ۵۰۰ ټوکه بېلابېلو مجلو سره د (عمر ولي عامه کتابتون) پرانيسته د روان ۱۳۹۹ لمريز کال د سلواغې په ۳يمه نېټه د يو لړ له ولولو ډکو مراسمو په ترڅ کې وشوه.

د ياد کتابتون د پرانيستې غونډه، د عمر ولي ليسې د زده کوونکي ښاغلي احسان الله لخوا د قران عظيم الشان په سپېڅلي تلاوت سره پيل شوه، له تلاوت وروسته د يادې ليسې بل زده کوونکي ښاغلي عالم خان (الفت) د کلي عامه کتابتون خوځښت غړو د ښه راغلاست لپاره خپل شعر زم زمه کړ.

ورپسې د عمر ولي ليسې د تدريسي چارو مدير ښاغلي مولوي فضل کريم رحيمي، د کلي عامه کتابتون له ټيم د مننې ترڅنګ علمي وينا وکړه او د عمر ولي ليسې په ښوونکو، زده کوونکو او د سيداباد ولسوالۍ پر اوسېدونکو يې غږ وکړ چې له عمر ولي عامه کتابتون ښه ګټه واخلي او کتابونه يې مطالعه کړي. نوموړي زياته کړه: «کتابتون د ټولنې لويه پانګه ده او د کتابونو په مطالعې سره کولای شو تیارې روښانه او جهل له منځه يوسو».

له ښاغلي رحيمي وروسته د کلي عامه کتابتون خوځښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب