یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+لاتین د ټېکنالوژۍ لیکدود| هارون سمون

لاتین د ټېکنالوژۍ لیکدود| هارون سمون

یو ملګري راته وايي، د پښتو لاتین کولو مسله باندې دا ډېر وخت څه نه وایاست، وايي ایا تاسو کار پرېښودلی دی. د ملګري د اندېښنې لپاره باید یادونه وکړم، چې نه، موږ څو ملګري لیګا یو، دې ته کار وایو.

ورځې وړاندې د ژبژغورنې یو ګروپ کې مې په دې اړه لیکل کړي وو، خو دوی زما پوست لرې کړی و، باید ووایم، چې زه د دې غورځنګ هغه غړي ستایم، چې له ژبې سره د عاطفي تړاو احساساتو له مخې کار کوي، هغه که له دې غورځنګ سره کار کول وي، که فردي وي، یا کوم بل بنسټ سره. 

دومره وایم، چې د دې غورځنګ اکثریت غړي له ژبې علمي تعارف نه لري؛ نه د ژبې پر کره والي مسلکي پوهېږي، څه یې چې په خپل ځیږ ذهن ښه ورشي هغه د نیولوګیزمونو په توګه په خلکو تېروي. فیسبوک کې یې لیکي؛ خو د دوی دغه ځیږه او ډبرین نیولوګیزمونه به هېڅکله عام او بازاري نه‌شي. تاسو یې وینئ، چې همدې فیسبوک کې د کره پښتو په نوم د دوی نیولګیزمونو ته ورته خلک د تمسخر له مخې لغتونه جوړي او ریشخندوي یې. 

ورځې وړاندې مو د ژبژغورنې غورځنګ ته یو وړاندیز وکړ، لیکلي مو ول، چې موږ ته قناعت راکړئ، په ګده کار درسره کوو؛ خو دوی زموږ وړاندیز پاک کړ. 

د پښتو لاتین کولو کې له موږ سره مخالفت د هغوی دی، چې ویرېږي، ګواکي له لاتین لیکدود سره به دیني متنپوهنه سخته شي، د دوی اندېښنه دا ده، چې د دین متن په عربي تورو دی، لوستل به یې نوي نسل ته سخت شي؛ دوی ته وایو چې د مدرسو، جوماتونو، مکتبونو په کریکولم کې باید قاعده بغدادي ته ورته د عربي تورو د زده کړې سیسټم ایجاد شي؛ ترڅو عربي متن په آسانۍ ولوستل شي، زموږ نسلونه به هم له عربي متن سره بلدتیا لري، هم لاتین سره.

دا اوسنی لکیدود نه د ټیکنالوژۍ لکیدو دی، نه دا په ټکینالوژۍ ورننوتی شي، نه د دې وړ لکیدود دی، چې ټیکنالوژۍ کې دې لاتین ته ورته مفید استعمال شي. تاسو ګورئ چې انټرنېټ، موبایل او د کمپیوټر سیسټم ته یې ریشخند پښتو وردننه کړې. کنه، ویې ګورئ، چې ټیکنالوژۍ کې څومره ریشخند ده دا ژبه.

لاتین لکیدو له نړۍ سره د مشرتکاتو د توصل ستره نقطه ګرځي. لاتین لیکدود به زموږ د علم، بېزنېس او ټېکنالوژۍ لیکدود وي، عربي لیکدود به د دیني متن د زده‌کړې لکیدود وي، ښوونځي، جومات او مدرسه کې جبراً باید عربي لکیدود باندې لیکل او لوستل د زده‌کوونکو زده وي، ترڅو له دیني ضروري مسایلو سره بلد شي.

ګه څه هم  اوس سم نیم پښتانه همدې عربي لیکدود کې د قران او حدیث متن نشي تلفیظولای. پرهیزګارۍ ته وګورې حیران به شې؛ خو قرآن به له مخې نشي لوستلی، دغو ته وایم، له دومره سترو ادعاګانو سره خو حد اقل د قرآن متن سم لوستل زده کړئ.

د ملګرو د اندیښنې لپاره به ووایم، د پښتو پر لاتین کولو کار روان دی، موږ چې کله دا لیکدو ټېکنالوژۍ ته دننه کړو، مډیا کې لیکل ورباندې پیل کړو، ته ګوره چې مخالفین یې بیا څنګه له مجبورۍ میاشت کې زده کوي. اندېښنه نده پکار، چې سم نیم خلک مخالف هم شي، یوازې د ټولنې ډېره کمه کتله هوښیار او ځوان قشر او په ځانګړې توګه چې تخنیک کې وارد دي، زموږ په کار دی. دا ناممکن کار ډېر آسانه ممکن کېدونکی دی، چې د سر خلک لیکل پرې پیل کړي، عام لوستي مجبورېږي.

ایرانیانو غوښتل لیکدود بدل کړي اخوندانو ته یې زور ونه رسېد، خو اوسني نسل او ټیکنالوژۍ باندې یې انګلیسي دومره حاکمه شوې، چې تصور یې نه کېږي.

3 COMMENTS

  1. سمون صیب، سلامونه !
    خدای دی بریالی لره. موږ ټول درسره یو. دا ارمان لا موږ ډیر مخکی درلود. یواځې ځوانان نه، بلکې مشران چې لازیات ملی مسایلو ته وفادار دی، هغوی هم ستاسو له ارمانو سره شریک دی. په کار ده چې پښتو او پښتانه بروز وي.

  2. دودیال صاحب ستاسو غوندې مشرانو لخوا زموږ لاسنیوی زښته ډېره انرژي راکوي، کور ودان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب