یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د وسله وال پوځ ملاتړ| جنرال دولت وزیري

د وسله وال پوځ ملاتړ| جنرال دولت وزیري

د وسله وال پوځ ملاتړ د جګړې د ملاتړ په مانا نه دی او نه د دې په مانا دی چې هېوادوال دی جګړې ته وهڅول شي. د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هم حکومتونه، ولسونه او سازمانونه د پوځ ملاتړ ته هڅول کېږي.

په ګڼو هېوادونو کې وسلوال ځواکونه پر درېیو یا څلورو ځواکونو وېشل شوي دي: ځمکني ځواکونه، هوايي ځواکونه، سمندري ځواکونه په ځینو هېوادونو کې ملېشه ځواکونه هم شته. نن سبا د نړۍ له نورو پرمختګونو سره جوخت لویو قدرتونو فضايي ځواکونه هم رامنځته کړي او دغه هېوادونه د خپل فضايي قلمرو د ساتنې او خوندیتوب په سوچ کې هم دي.

د افغانستان په څېر ګڼ نور هېوادونه چې په وچه کې ایسار دي، اقلیمي شرایطو ته په پام سره سمندري ځواکونه نه لري او پوځي تشکیلات یې تر ځینو هېوادونو بېل دي.

وسله وال پوځ د خلکو د پت او عزت ساتونکي او د هېواد د پولو او ځمکنۍ بشپړتیا د سر په بيه ساتنه کوي. د دې تر څنګ شپه او ورځ د هېواد او هېوادوالو د امنيت او سوکالۍ په خاطر خپله سينه ډال کوي او له ملي نواميسو ساتنه کوي.

نو ځکه د وسله وال پوځ ملاتړ يوه ملي او هېوادنۍ وجيبه ده. د هر سپېڅلي، پر هېواد او خپلو خلکو مئين افغان دنده جوړوي چې په ټول مادي او معنوي توان، د زړه له کومې د خپل ویاړلي وسله وال پوځ ملاتړ وکړي. بله دا چې په وسله پوځ کې د هېواد سپېڅلي، زړور زموږ اوستاسو پلرونه، ورونه، زامن، ميړونه، خویندې، لوڼې، خپل، خپلوان او د زړه سرونه راټول شوي دي، نو بې له کوم دليله د ټینګ ملاتړ وړ او لایق ګڼل کېږي او بې له قید او شرطه د مرستې مستحق دي. ولس یې باید په مادي او معنوي لحاظ ملاتړ وکړي.

که د هېوادوالو له خوا د وسله وال پوځ ملاتړ وشي او سپېڅلی دندې ته چې د هېواد ساتنه ده وهڅول شي، بې له شکه به بری د دوی په برخه او دښمن به يې خوار او ذلیل وي.

د میوند په جګړه (جولای ۱۹۸۰) کې د ملالې میوندۍ هغه هڅوونکې ټپه:

که په میوند کې شهید نه شوې
خدايږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتينه
خال به د یار د وینو کېږدم
چې شینکي باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

وه چې اتلان په غورځنګونو شول او بری د سردار محمد ايوب خان او په ټوله کې د هېوادوالو په برخه شو.
په جګړه کې د خپلو اتلانو هڅول د جګړې بری حتمي کوي، ور سره مورال او انګېزه لوړېږي.

ښکاره ده چې په جګړه کې ښوونه، وړتیا، د ځواکونو شمېر، وسلې او لوژیستیکي امکانات ټول مساوي دي له انګېزې سره.
د انګېزې لوړول یوازې او یوازې د هېوادوالو د بشپړ ملاتړ په صورت کې تر لاسه کېدای شي، ځکه که ملاتړ وي هېوادوال په سر او مال د خپلو ځواکونو تر څنګ درېږي. همغه دی چې اتلان په هېڅ صورت له مشکلاتو او کړاوونو سره نه مخ کېږي.

پر خپلو ځواکونو ویاړ کول هم د انګېزې په لوړولو کې ستره ونډه لري، د ویاړ په صورت کې هر سرتېری ځان اتل بولي او له خپلې دندې سره يې مينه زیاتېږي او ترې ځارېږي.

کله چې موږ په حربي ښوونځي کې زده کوونکي وو، په ښاري بسونو کې به سپین ږيرو او ښځو د هغه درناوي له امله چې وسله والو ځواکونو ته يې درلوده، خپلې څوکۍ موږ ته پرېښودلې. دوی به په ډېر ویاړ یې دغه عمل تر سره کاوه او دا يې یوه وجيبه او هېوادنۍ مینه ګڼله.

او یا به جنکيو په ټپو کې پر خپلو ميینانو ویاړ کاوه او ويل به يې:

جانان مې جنګ کې توره وکړه
ځکه همزولې راته کوښې سموينه

مخکې مو اشاره وکړه چې په وسله والو ځواکونو کې زموږ د هېواد اصیل، په اسلامي ټینګ باور ولاړ بچیان راټول شوي دي، نو ځکه يې د خپل ژوند له پاره دغه شعار« خدای «ج» – هېواد – دنده » ټاکلی دی او پرې عمل کوي.

زموږ ویاړلي وسله وال ځواکونه د هغې مینې او درناوي له امله چې خپل لوی خدای« ج» ته يې لري، تل د سپېڅلي عبادت تر څنګ د هغو اسانتیاوو په برابرولو کې چې د عبادت لپاره اړينې دي هېڅ دریغ او په هېڅ صورت د خپل سپېڅلي دین او ایمان پر سر له چا سره سودا نه کوي، نو ځکه تل د رحمان بابا دغه شعر له ځان سره زمزمه کوي او وايي:

رحمان هسې بې وقوفه سوداګر نه دی
چې د دین متاع بدله په دنیا کړي

وسله وال ځواکونه تل په دې باور دي، چې که هېواد مو ارام وي، ودان وي او د پردیو له لاسوهنو څخه په امان وي، په هغه صورت کې د هېواد د پرمختګ لپاره ټولې لارې پرانیستل کېږي، همغه دی چې د خپل سر او وینې په بيه د خپل هېواد څخه دفاع او خپل هېواد او هېوادوالو ته چوپړ خپله ایماني او افغاني وجيبه ګڼي او د هېوادوالو د ډاډ په خاطر تل په لوړ غږ سره وايي چې:

څو چې دا ځمکه اسمان وي
څو چې دا جهان ودان وي
څو چې ژوند په دې جهام وي
څو چی پاتې یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
او یا چې وايي:
تا یک نفر افغان است
زنده افغانستان است
زنده افغانستان است
تایک نفر افغان است

د وسله والو ځواکونو اتلان تل پر خپل افغانيت وياړ کوي او په دې باور دي چې د افغانيت په رڼا کې موږ یو ملت يو، نو ځکه د وياړ تر څنګ تل وايي چې:

نه بدلېږمه افغان یم څو چې یم
زه د ګران افغانستان یم څو چې یم

خپل هېواد افغانستان ته د خدمت په لاره کې د هېڅ ډول سرښندنې دریغ نه کوي، خپل هېواد ته خدمت خپله اسلامي او افغاني دنده ګڼي او تل بې له وېرې وايي چې:

دار وي که زندان وي که شرنګهار د زولنو
مونږ به د وطن د سرلوړۍ سندرې وایو

زموږ اتلانو په عمل کی کې ښودلې ده چې په هېڅ صورت د هېواد دښمنانو ته د دې فرصت نه ور کوي چې هېواد ته مو زیان ورسوي او که څوک زموږ هېواد ته په بده سترګه وګوري دوی قرار نه کښېني او په عمل کی ورته وايي چې:

څو وانخلي له غلیمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خواړه کا نه ارام
چې د ننګ او ناموس اندوه يې نه شته
د هغه سړي به نه وي احترام

په پټه او ښکاره دښمن کوښښ کوي چې هېواد ته مو زیان ورسوي، د دې په خاطر و چې امپراتور احمد شاه بابا په خپلو خلکو د هوښیارۍ غږ کړی دی او دوی يې د دښمن د پټو او ښکاره دښمنيو په هکله خبر کړي دي. نو ځکه خپلو هېواد والو ته وايي:

ځان به ویښ کړو هرې خواته
هرې خواته رقیبان دي
یو پر بل مو سره وژني
وايي خپل یو غلیمان دي

د هېواد دښمنانو ته یوازې د يوه کلي او يا د يوه ولايت د پرمختګ مخنیوی او ويجاړول موخه نه ده، بلکې دښمن زموږ د هېواد د پرمختګ ټول بنيادونه له منځه وړي او په دې لاره کې له هېڅ ډول ورانکاریو دریغ نه کوي، نو ځکه هېوادوالو ته اړينه ده چې د دښمن د دې شوم هدف په خاطر پوه شي او په دې هم پوه شي چې:

اندېښنه د یوې ونې پرع سر نه ده
اندېښنه د یوه باغ د رژېدو ده
که یوه چینه ړنده شي باک يې نه شته
د تمام کلي ویاله په وچېدو ده

خو دښمنان بايد په دې پوه شي افغانان خپل وار چاته نه پرېږدي او هغه مشهور متل چی وايي «سل کاله يې وروسته پلار وګټلو بيړه يې وکړه» دوی که زموږ د هېواد له ورانیو لاس وانه خلي دوی دې په یاد ولري چې د افغانانو د نيکونو د دې خبرو او هوډ سره حتما مخ کېږي چې وايي:

په ما پښې مه ږده، ما حقیر مه ګڼه
لکه خوږلن په ځان کې اور ساتمه
راځه دښمنه څه د سوال خبره نه ده
زه خپل وطن د مټ په زور ساتمه

د وسله والو ځواکونو پر ضد پروپاګند او ناوړه تبليغات هم د ناولي دښمن کار دی، په هېڅ صورت بايد اجازه وره کړو چې د ملت او وسله والو ځواکونو تر منځ د دښمن د زهرو ډکو تبليغاتو له امله واټن را منځ ته شي او تل باید د يوه خبیث دښمن په سترګه ورته وګورو، لکه چې وايي:

که زما په خوله شي خدای دې
ژر ړانده کاندي خبیث
چې جهان ورځنې خلاص شي
خدای دې مړه کاندي خبیث
د میږي غوندې خوشحاله
الوته کاندي خبیث

موږ نه پر چا ظلم کوو، نه د چا هېواد ته ورځو، خو د هر چا سره د دوستۍ او ملګرتیا حق لرو، که نور زموږ په هېواد کی لاسوهنه کوي او په بېلابېلو پلمو هېواد مو ویجاړوي بیا نو په دې حقه لاره کې خدای «ج» هم زموږ مرسته کوي او د خپل هيواد ساتل بيا يوازې افغاني نه بلکې اسلامي وجيبه هم ده. لکه چې شيخ ملکیار غرشین وايي:

څښتن مو مل دی
اوس مو یرغل دی
هېواد مو خپل دی

غازیانو ګورئ
څښتن مو مل دی

تورې تېرې کړئ
دښمن مو پرې کړئ
منګولې سرې کړئ

څله به تښتو
څښتن مو مل دی

که ټینګ کړئ زړونه
پر بري یونه
زمري یونه

اسلام را څخه دی
څښتن مو مل دی

غازیانو راشئ
ټول شاوخوا شئ
د شهاب په ملا شئ

دښمن مو غوڅ کړئ
څښتن مو مل دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب