یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز د کاکتوس خپرونې په اړه

د احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز د کاکتوس خپرونې په اړه

ليکنه: خالد افغان

تېره شپه د يک تلويزيون په مشهوره خپرونه کاکتوس کې د افغانستان د ورزشي برخې دوه تکړه ورزشکاران ښاغلی احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز مېلمانه وو. د خپرونې په پيل کې د خپرونې کوربه ښاغلي مختار لشکري خپرونه په داسې فضا کې پيل کړه چې دواړو يو بل ته ځان نه تسليماوه او غوښتل يې په يو ډول نه يو ډول خپل لوړوالی ثبوت کړي، خپرونه له دې سره لا خوندوره شوه چې دواړو سره له دې چې يو بل ته سر نه ايښوده، له يو بل سره يې د احترام، درناوي، وطنوالۍ او ملګرتيا په ډکه فضا کې ځوابونه تبادله کول. په خپرونه کې د احمد ولي هوتک له خوا باز محمد مبارز ته د چيلنج په اړه او چې بيا ولې دا مسابقه و نه شوه، هم کافي بحث وشو. 

خو زما لپاره د خپرونې دا برخه اصلًا جالبه نه وه، داسې مې انګېرله چې شايد دا ډول بحث د دواړو تر منځ پخوانی منفي رقابت او د دوی د ملاتړو تر منځ دښمني او خصومت راوپاروي، نو ځکه ما د خپرونې دا برخه په ډېر ډار او پام سره ليدله او اورېدله. 

زما لپاره د خپرونې دويمه برخه ډېره جالبه او مهمه وه، د خپرونې په دويمه برخه کې لومړی ښاغلي باز محمد مبارز د خپلې غريبۍ او نادارۍ وختونه ياد کړل چې په شپو شپو يې ډوډۍ نه وه خوړلې، ناروغ وو کولمه يې شلېدلې وه؛ خو د عمليات لپاره يې پيسې نه درلودې، ډېره موده همداسې په کور پروت وو چې بيا پرې الله تعالی يو کس مهربانه کړی وو او همداسې نور. بيا ښاغلي احمد ولي هوتک د خپلې ناچارۍ ورته کيسې وکړې. د ښاغلي باز محمد مبارز خواشينوونکو او ژړوونکو احساساتو د خپرونې فضاء کاملًا بدله کړه، ښاغلي مختار لشکري دواړو ته ډاډ ورکړ چې په تاسې باندې دا تېرې شوې ستونزې تاسې ته اوس نوره انرژي او خوشحالي درکوي چې له داسې سختو او ستونزمنو حالاتو څخه تر دې ځايه رارسېدلي يئ، همدارنګه ښاغلي مختار لشکري دې نقطې ته هم اشاره وکړه چې ورزشکاران په ځانګړې توګه د افغانستان ورزشکاران له داسې سختو او ستونزمنو پړاوونو تېر شوي دي او ځانونه يې تر دې ځايه رارسولي دي، دې ته يې هم اشاره وکړه چې پيسې او امکانات نه درلودل هېڅکله د ناکامۍ لپاره دليل کېدای نه شي، ځکه که دا شيان د ناکامۍ دلايل کېدای شوای، نن به باز محمد هوتک او احمد ولي مبارز هېڅکله تر دې ځايه نه وو رارسېدلي. 

د دوی دواړو ورزشکارانو چې نن د نړۍ په سطحه د شهرت خاوندان دي، داسې خبرې ډېرو کسانو ته مثبته انرژي ورکولای شي، هغوی چې د امکاناتو او مادياتو نه شتون د بريا پر وړاندې خنډ ګڼي، د دوی دا خبرې د هغوی دا ګمان غلط ثابتوي او انرژي ورکوي چې تاسې په نشت امکاناتو کې هم په خپله هڅه او زيار ځانونه تر خپل هدف رسولای شئ، خو چې کله اراده، په الله تعالی توکل او پوره زيار وباسئ، ان شاءالله. 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب