یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پنځه ویشت شپړاند | ډاکتر ماخان میږی شینواری

پنځه ویشت شپړاند | ډاکتر ماخان میږی شینواری

په پښتو کې ځنې داسې غورځنګي نومونه ډېرو کسانو ځان ته خوښ کړي، لکه، هڅاند، ځلاند، بهاند چې دا اوس بشپړاند ته هم وغزېده او ډېر ناوخته به نه شي، چې ګرځاند، تلاند، خوړاند او نوروته وغزیږي، ځکه ځموږ هیوادوال داسې نوي منځ ته راغلي ویونه ډېر زر خپلوي، چې دا هر څنګه هم وي، سم یا ناسم. بېلګې یې ډېرې لرو.

په یوه لیکنخ کې لولم: ،،د امریکا د اساسي قانون ۲۵ بشپړاند مرستیال ولسمشر ته واک ور کوي….،،.

موږ اوس ۲۵ بشپړاند او دا –اند داسې لږ د شمیرپوهنې – او ژبلار په بنسټ څېړو، چې موخه به ترې څه وي، سم یا ناسم به وي، که څنګه؟

 دا به موږ په دوه برخو کې روښانه کړو:

لومړی: ۲۵ بشپړاند: 

یوه بله لیکنه کې لولم: … ۲۵بشپړاند…. دلته هم ګورو، چې ۲۵ یو ګڼ دۍ او دا د بشپړاند  سره ۱۵ په دې پرېپوهېدنه دۍ، چې ګوندې دا بشپړاند – چې هر څه وي – ۲۵ دي، خو ګومان مې دۍ، چې دلته موخه ترې ۲۵ نه، بله ده او هغه دا چې د ۲۵ سره تړلی یو بل څه شته، چې ځانله نه لیکل کیږي. دلته د لیکونکي موخه د کوم قانون یا بل څه  پنځلسمه ماده ده، چې پخپله بشپړه کیږي او یا یې بشپړونکی دي، چې دا داسې لیکو:  ۲۵ – م بشپړاند، چې دا یې موخور څوموالی غواړي لیکوال په ګوته کړي، خو لیکونکي هم دا نه ده روښانه کړې، چې دا بشپړاندونکې ده او که بشپړاندېدونکې. دواړه توپیر لري.

بیا لنډ: ۲۵-م بشپړاند( په تورو: پنځسلم – )

دویم: بشپړاند:  

 په پورته کې ځما په اند دا لیکونکی د بشپړاند سره د یوې قانوني یا دبل څه کومې مادې بشپړوونکې او یا بشپړېدونکې ماده غواړي په ګوته کړي، چې ځما په اند به یې ښه داوی، چې لیکلي وی، د ۱۵-مې مادي بشپړونکې یا بشپړېدونکې او نه بشپړاند. 

ولې؟  

څکه چې:

که دا –اند زموږ لیکوالانو کتلی وي او دا کار خو هرومرو شوی، نو ډېر زر به دا لیکاندان خپل ښار ته تلونکي ملګري  تلاند او له هغې ځایه د میوو راوړاندان کړي یا کړي وي، چې بیا یې بېرته سماندانو ( موخه ترې سم اند، چې ګوندې اند سم وي، نه ده) ته پوره هڅې هم ستوڼځمنې وي (د دې غونډالې به راته ډېره بخښنه کړۍ، ښه نه برېښي).

زه په خپلو لیکنو کې دا تل یادوم، چې ژبه د چا د خوښې سره باید بدله نه شي  او ژبلارې تل باید په پام کې ونیول شي، نو که دابشپړاند بیاد هغه د موخې له مخې بشپړونکی یا بشپړېدونکی ولیکي، چې کوم یې موخه ده.

ګوري پښتو ته زموږ لیکوالانو د سلم په ځای سلن راننباسلی، چې ټول اوس په همدې ناسمون کې راګیردي او اند یې نه پرې رسیږي یا یې سر پرې نه خلاصیږي او دا د شمېرپوهنې له لارې سره هم پوره مخامخوالی دۍ.

د بشپړاند نورې ستونځې او لار ورېکېدل:

نیسو چې  دا دې د کوم قانون ماده وي.

موږ بشپړونکې او بشپړېدونکې لرو، چې یو له بل پوره توپیر لري.

له بشپړاند څخه نو موخه اوس کومه ده؟

ایا دا ۲۵ –مه ماده پخپله بشپړېږي، چې بیا د بشپړاند په ځای بشپړېدونکې راخي او که دا د کومې مادي ۲۵-م بشپړونکې ده. دې توپیر ته دې دلته پام وي. نو هیله مې ده چې د ژبلارې سره سم هغه خپله موخه ور څه ولیکو او د ژبې پیداېښتې لار ته بدلون ور نه کړو.

ګورو، چې دابشپړاند خپله موخه نه شي روښانولی او ناسم پوهاوی ورڅخه منخ ته راځې، نو داسې پرېکړه کېدی شي، چې دا په دوه پرېپوهېدنو دۍ او له دې امله ناسم یا  غولونکی دۍ.

د کورني نومونو ايښولو لپاره دا  -اند ډېر ښه غورځنګي برېښي لکه بهاند، هڅاند یا همدا بشپړاند او نور، خو دا نو بیا د دې کس خوښه ده، چې څه دۍ؟ 

دبېلګې په توتګه چې ایا د اوس بهاند دۍ، لکه اوبه شيدې او نور، دا په دې ترېپوهېدنه چې بهیږي او که دا دبېلګې په توګه  بهونکی دۍ، چې د بېلګې پهتوګه اوښکې بهوي، لکه  هغه غاز یاتښتېدونکی، چې اوشکي بهوي. اوښکې بهونکی غاز یا اوښکې بهونکی تښتېدونکی( دا یې خوي دۍ، تښتي).

همداسې هڅاند، چې هڅېدونکی دۍ او که هڅونکی او یا بشپړاند یو څه بشپړوي او یا بشپړاند چې بشپړیږي.

داسې لیکنې یواځې زما دي او پام مې ورته رااوړي، چې له امله یې یا د تیږو د ویشتلو یم او یا غور پرې وکړۍ. لیکنې مې وګورۍ.

چې هرڅنګه وي، ستاسو پرېکړې ته به خوښ شم. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب