Homeخبرونهد ولسي جرګې دوو نویو غړو د وفادارۍ لوړه وکړه

د ولسي جرګې دوو نویو غړو د وفادارۍ لوړه وکړه

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱) د ولسي جرګې د دوو غړیو روح الله خانزاده او خالد مومند تر استعفا وروسته نن له کندهاره عبدالخالق بالاکرزي او له لوګر څخه محمد صدیق حسن زاده ددې جرګې د غړیتوب لوړه وکړه.

تر دې وړاندې روح الله خانزاده د کندهار د خلکو او خالد مومند په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي وو.

د ټاکنو قانون د ۵۰مې مادې درېیمې فقرې پر اساس، هغه کس چې له ولسي جرګې استعفا ورکوي او یا مړ کېږي، د هغه ځای ناستي لپاره یادې جرګې ته به هغه کس ور پېژندل کېږي چې له هماغه ولایته یې د دې جرګې په تېرو ټاکنو کې تر نورو ډېرې رایې تر لاسه کړي وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ ویلي چې په ولسي جرګه کې د یادو ولایتونو د دواړو استازو استعفاوې د جرګې دارالانشا له لارې یاد کمېسیون ته سپارل شوې او هغوی ته یې ټاکنیزه وثیقه ورکړې ده.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو پخواني استازي خالد مومند ویلي چې دې جرګې ته یې د کورنیو ستونزو له امله د تېرې جدي میاشتې په ۲۰ استعفا ورکړې او زیاته کړې یې ده چې ټاکل شوې له هېواده بهر ولاړ شي.

دغه راز د ولسي جرګې ریاست دفتر د معلوماتو پر اساس، په دې جرګه کې د کندهار د خلکو پخواني استازي روح الله خانزاده د والي په توګه له ټاکل کېدو وروسته، د تېرې جدي میاشتې په لسمه د یادې جرګې له غړیتوبه استعفا کړې ده چې پر ځای یې نن عبدالخالق بالاکرزي د وفادارۍ لوړه وکړه.

د یادونې ده چې عبدالخالق بالاکرزي د ملي شورا په شپاړسمه تقنیني دوره کې هم د ولسي جرګې غړیتوب درلود او د محمد صدیق حسن زاده دا لومړی ځل دی چې دې جرګې ته لاره مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...