سه شنبه, مې 21, 2024
Home+افغانستان په یوه پېړۍ کې

افغانستان په یوه پېړۍ کې

یوه نوې لړۍ:      (۱۳۰۰ل – ۱۴۰۰ ل ) 

لومړی څپرکی 

  استاد شهسوار سنګروال 

د رنود وستانو، ومې پتېیله چې افغا نستان په یوه پېړۍ کې تر سرلیک لاندې یوه نوې لړۍ پیل کړم چې په دغه موده کې کوم سیاسي، اقتصادي اوکلتوري پر مختګونه مینځته راغلي دي… د دې یوې پېړۍ د پېر او بهیر سرلاری پاچا امان الله ګڼلی شو، نو غوره به وي، چې د خپلې لیکنې «یوه پېړۍ مزل» هم د ده له  سیاسي واک او ځواک نه پیل کړو… 

پا چاامان الله څرنګه واک ته ورسید؟  

د پسرلي په موسم کې امیرحبيب الله د جلال اباد نه د لغمان ښکارځای کله ګوش ته لاړ. د سلطنت چارې یې خپل دریم زوی عین الدوله امان الله ته سپارلې وې، نایب السطنه او معین السلطنه ورسره ملګري ول. 

 د کورنۍ یو شمېر غړي او درباریان په سر کې نصرالله خان، شهزاده عنایت الله خان او امان الله خان د امیر د ناوړه کړو وړو نه ډیر خوا شیني ول.  

داچې امیر ونشو کولای د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې د انګرېزانو نه خپلواکي تر لاسه کړي،نو ځکه د دربار (سری ګوند) د نصر الله خان په مشرۍ په قران کریم کې لاس لیک وکړ چې په ژمنۍ تفرېح ځای جلال اباد کې  د امير چاره وکړي. 

 کله چې د پېښې وخت راورسېد نایب السلطنه نصرالله خان له خپلې پرېکړې پر شاشو اوخپلو کسانو ته یې وویل چې نه غواړم د تخت لپاره خپل ورور وه وژنم. 

ولې بیا هم امیر چې په خپله خېمه کې ویده وه او د ځواکونو څلور حلقې اوپیرې ترې تاو وې چې د هر ټولي مشر شامحمود، شاه ولي (د نادر خان وروڼه)، احمد علي، احمد شاه (د نادر خان  د کاکا زامن) او له دې سربيره شاهي پوځ هم و،چې محمد نادر ددې ټولوځواکونو عمومي قوماندان وو. 

 د شپې ناوخته (درې بجې شاوخوا) د حوت په شلمه (سبایې ۲۱/۲۰ )د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو!؟ 

د ده دوژلو په تړاو د ډېرو انګېرنو شتون چې ګنې امیر «د سردار شاولیخان  لخوا وژل شویدی، ولې بیا هم یقني ندی»۱ 

امان الله خان چې د خپلې مور (علیا حضرت) له بابته، امیر حبیب الله خان نه خوا بدې وه د هغودری فعاله ډلو په لړ کې یو وه چې ګڼې د پلار په وژلو کې ښکېل ګڼلی کیږي. 

داسې انګېرنه هم شته چې شجاع الدوله خان امان الله خان ته ډېر نږدې وه او د میر قاسم خان لغماني له انده : 

«په کومه تومانچه چې امیر وژل شوی وه هغه علیاحضرتې ور کړې وه، ځکه چې علیا حضرتې ده ته زوی ویلې وه.۲ 

په هر حال دا یوه سیاسي وژنه ګڼلی شو،چې  په دې کې د هندي اسنادو پر بنسټ د سردار یحی خان لمسی هم ښکېل برېښي یوتن افغان په رنګون کې د امیر زوی سردار محمد کبیر خان ته کیسه کړې وه :« د قاتل پښه د خېمې په تناب کې بنده شوه وولېداو دی بیا ونیول شو۳. 

د دې خبرې مانا داده (سردار یحی خان دری زامن لرل محمد اصف، محمد عظيم او محمد یوسف) چې ګڼې محمد نادرخان امير ته نږدۍ یو پوځي مشر علي رضا چې قاتل یې لیدلي وه په څپړه و واهه چې چيغې مه واهه امیرصاحب له خوبه اوزي…په پای کې همدغه علي رضا په دار وه ځړول شو!؟ 

میر غلام محمد غبارچې په هرات کې له شجاع الدوله خان سره نږدې همکار وه د هغه له خولې کښلي دي چې امیر حبیب الله خان دده له خوا وژل شوي دى. 

میرمحمد صدیق فرهنګ پرته له کوم ماخذ او لاسوند نه لیکلي دي چې: 

« زما یوه دوست دامان الله خان د واک په مهال له څرخي غلام نبي خان سره کار کاوه راته وویل: 

امیرحبیب الله خان د امان الله خان په اشاره د شجاع الدوله خان له خوا وه وژل شو.۴ 

خو د امیر په وژنه کې کرنيل علیشا له محاکمې نه وروسته ووژل شو،چې دامیر د خېمې ساتونکی و ۵ » 

ددې ټولو څرګندونو سره سره امیر حبیب الله خان د نا څرګند سړي لخوا چې تر اوسه پورې دده قاتل نامعلوم دى ووژل شو.  

سردار نصرالله خان له یوې لنډې وینا وروسته محمد نادرخان ته دنده وسپار له چې د نظم د ټینګښت لپاره جلال ابادته ولاړشي او محمد ولي خان ته یې دنده و سپارله چې د امیر مړی ننګرهارته ولېږدوي. 

پخوا تر دې چې امیر خاوروته و سپارل شی شا اغاسي علي احمد خان وویل: تر هغې چې امیر ونه ټاکل شي امیر خاورته نه سپارل کېږي. نو د بیعت لاس یې وړاندي کړ. ولې معین السلطنه ټېل واهه بیا یې د بيعت لاس مخ ته کړ چې لومړي بیعت زما حق دي. د امیر حبیب الله خان له ښخيدو نه وروسته سردار نصرالله خان په جلال ابادکې او امان الله خان په کابل کې د سلطنت اعلان وکړ. 

سردار نصرالله خان په دې ډاډه وه چې (عنایت الله خان او حیات الله خان عضد الدوله) چې په کله ګوش کې هم ور سره ول دده تر شا ولاړ دي. 

نو ځکه د دوی له بیعت نه وروسته په جلال اباد کې سلطنتي مېشت پوځي ځواک، هلته مېشتو درباریانو، ملکي مامورینو او مذهبي مشرانو ده ته بیعت وکړ، چې موږ نقیب (سیدحسن ګیلاني)، میر صاحب جان د اسلام پور پاچا، د چارباغ حضرت صاحب(میرمعصوم) د بېلګې په توګه یادولي شو. 

سردار نصرالله خان بیا د هند وای سرای ته د خپل ورور له وژلو خبر ورکړ چې د شپې (۳بجې) د یوه نامعلوم کس لخوا امیر شهید شو، او زه د ټولو لخوا د افغانستان پاچا و ټاکل شوم. 

کله چې امان الله خان د خپل پلار له وژلو خبرشو ده په کابل کې د سلطنت اعلان و کړاو د فبرورۍ په ۲۸ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د حضرت فضل محمد(شمس المشایخ) اخوند زاده حمیدالله د تګاو ملا اونورد عید ګاه په جومات کې ورته پګړۍ په سر کړه. 

امیر نصرالله خان د یوه رسمي مکتوب په ترځ کې له دې دمخه ورته  د یوه لیک په ملتیا(شجاع الدوله په لاس) امیر امان الله خان ته د ټولو پېښو خبر ورکړی وه. 

له دې سربېره یې یو پلاوی هم ور واستوه او کله چې شجاع الدوله خان وه ځنډېده نو بیا یې د یونس خان په نوم یو بل تن ولېږه چې هغه امیر امان الله خان ته بیعت وکړ. 

شجاع الدوله خان او غلام محمد خان چې کله بېرته جلال اباد ته و رسېدل نو امیر نصرالله خان ته یې د کابل د خلکو شور او زوږ د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو د فبرورۍ په ۲۴ په مراد خانۍ کې د امان الله خان وینا او د کابل مېشتو سردارانو او در باریانو د بیعت کیسه و کړه. نصرالله خان چې نه یې غوښتل د افغانانو وینه تویې شي نو هغه هم پرته له کوم مخالفته بیعت وکړ. ولې استیوارت انګېري، نصرالله خان د جمعې په لمانځه کې موجود وه چې ملا په خطبه کې امان الله یادکړ. 

که څه هم امیر نصرالله خان د مخه ناظم دوست محمد خان ته دنده سپارلې وه چې د پکتیا خلک دده په ملاتړ را پاڅوي. 

محمد حسین خان مستوفي یې هم دېته هڅولی وه چې د تګاو او نجراو له لارې خلک د شمال لخوا دېته را وبولې چې دده دواک لپاره امان الله خان دېته اړ کړي چي امان الله خان ده ته ببیعت وکړي. 

همدا  راز د قطغن والي محمد صفرخان ناظر ملا عبد الرزاق اندړ او نور د ساري په توګه د یادولو وړدي، چې مذهبي او سیمه ییز واک یې د پام وړ وه. 

نوموړي سردار ملا اندړ او دده زامنو پرمټ د ننګرهار په بېلابېلا سیموکې په تېره باجوړ، مومند او د دنورو قبایلو سیمو کې هم دځان په ګټه هلې ځلې پیل کړې.  

خو ریچارډ مکونا چې په دې اند وه چې د نصرالله خان دنه بري لامل داوه چې ملتپاله ځوانان، وسله وال ځواکونه او خلک د امیر امان الله پلویان شول. 

هغه مهال چې امیر امان الله دده او د خپلو ورونو بیعت لیک د میرزا محمدحسین مستوفي له خوا تر لاسه کړ، نو په ټول هېواد یې عږ وکړ چې زه به تر هغې د پاچاهۍ تاج پر سر نه کړم چې افغانستان مې له بهرنۍ ښکېلاک نه ازاد کړی نه وي. 

له بیعت نه وروسته د مارچ پر(۸) مې نېټې (۱۹۱۹زکال) نصرالله خان، سردارعنایت الله خان او حیات الله خان له جلال اباد نه د موټر په وسیله کابل ته ورسېدل. ولې برېتانوي استازی حافط سیف الله خان په جلال آباد کې پاتې شو او دوی د امیر له خوا تر نظر لاندې ول،ځکه چې امان الله خان په لمړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې زه به د پلار قاتلان نیسم. 

امیر لږه موده وروسته عنايت الله خان پرېښود خو نصرالله خان په بندکې پاتې شو. امان الله خان ددې لپاره چې نصرالله خان خلکوته دیوه ګنهګار په تو ګه ور وه پېژني د نایب السلطنه له بند نه دوه میاشتې تېرې وې چې په ارګ کې د سردارانو په وړاندې د امیر دوژلو مسله را پورته کړه. 

د حبیب الله خان د شهادت په تړاو د تورنو کسانو په لړکې سردار نصرالله خان، عبدالاحدخان او د امیر ددربار پوځي مشر علي رضا خان لمړی ګنهکاران وبلل شول. 

« د امیر تره امین الله خان و درېد چې یو ورور مې نورو وواژه او دا موږ ووژنو…؟ په پای کې نایب السلطنه په بند کې پاتې شو،عبدالاحد خان تبعید شو او بې ګناه علی رضاخان په په دار وه ځړول شو. ۶ 

میرزا محمد حسین خان د ارګ په یوه ونه کې  ځوړند وموند ل شو اودخلکوترمنځ انګېرنې داسې وې چې امیرحبیب الله د شجاع الدوله خان له خوا وژل شوی دی. 

حال داچې دی دکورنیو چارو وزیر وټاکل شواو محمد نادرخان ورسره ۲۱ تنه نور له بنده ازاد شول او نایب السلطنه لږ موده وروسته ومړ. 

پاچا امان الله څه غوښتل؟ 

امان الله خان پدې اند وه ، دا چې د افغانستان او برېتانیا تر منځ کوم دفاعي تړون شتون نلري، ولې بیا هم د هند د ساتلو لپاره که شوروي په افغانستان برید وکړي ښا یې افغانستان وژغوري او مرسته ور سره وکړي. 

که څه هم شوروي دومره پوځي او اقتصادي ځواک نه درلود، چې په افغانستان برید وکړي،خو بیا هم د بخارا او خېوې نیول، په افغانانو ناوړه اغېزه وکړه. 

ددې ترڅنګ یې دغه وېره هم خوره کړې وه چې د منځنۍ اسیا افغانستان او هند د وګړو تر منځ د تګ او راتګ په وسیله کېدای شي کمونستي اند او فکر د هند تر نیمې وچې پورې خپور شي.«۷ 

افغان واکمن امان الله غوښتل چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپلواک هېوادونه د اسلام د سپېڅلي دین په رڼاکې منځته راشي. 

د « بسمه چې » پنوم ِغورځنګ هم پدې هیله چې یو خپلواک اسلامي هېواد جوړ کړي د شوروي اتحاد په وړاندې پاڅون وکړ. 

 امان الله خان پدې اند وه چې باید افغانستان د عثماني تر کې په څېر دریځ ولري دا ځکه، په لومړۍ نړیواله جګړه کۍ عثماني ترکیه ماته شوه او خپل پخوانی برم یې له لاسه ورکړ. 

یو شمېر چارواکي په سر کې انور پاشا، طلعت پاشا او جمال پاشا لمړی شوروي او ورپسې افغانستان ته راغلل. 

د بخارا پاچا میرسید عالم او ابراهیم بيګ هم چې د منځنۍ اسیا د خپلواکۍ لپاره جنګېدل په افغانستان کې استوګن شول. 

د برتانوي هند یو شمېر مخکښ ازادي پلوي هم په کابل کې فعال ول…دا ټول هغه لاملونه ول چې پاچا امان الله یې دېته هڅاوه چې یو کنفډریشن جوړ کړي. 

افغان حکومت لیدل چې شوروي اتحاد نه یوازې خپل ځواکونه د بخارا او خېوې نه د خپلو ژمنو له مخې ونه ویستل بلکې خپلې مورچلې یې لا ټینګې کړې. 

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې شوروي استازي(راسکولینکوف) چې نوی د (سوریتز) پرخای ټاکل شوی وه د اعتراض په توګه ورته وویل چې شوروي ځواکونه بايد له منځنۍ اسيا نه ووځي. هغه وويل چې دغه لږکي ځواکونه د بخارا د حکومت په بلنه راغلي دي اوکله چې حکومت وغواړي  دوی ووځې نو پرته له ځنډه به سیمه پرېږدي. 

ولې شوروي اتحاد د خپل دغه غولونکي سیاست له مخې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه د تزاري روسیې په څېر تر خپل واک او ځواک لاندې راوستل. 

انور پاشا پدې پلمه چې غواړي د انګرېزانو په وړاندې مسلمانان و هڅوي د شوروي چارواکو ملاتړ يې خپل کړ. 

هغو هم لمړی دی باکوته واستوه او وروسته یې ترکستان ته و لېږه. 

نوموړي په ۱۹۲۲ ز کال د مارچ پر میاشت کې د بسمه چیانو سره مل شو او د شل (۲۰) زره تنو په شاوخوا کې اسلام پالې ځوانان پر ځان راټول کړل. 

جمال پادشا هغسې هم په افغانستان کې وه او ابراهیم بيک هم لکه د انور پاشا په څېر د یوه پیاوړي لښکر سروال وه، د یو شمیر څرګندونو له مخې کابل چارواکو په مارچ کې (۱۹۲۲)کال د انګلیس استازی « همفرېز» ته داسې ویلي وو،چې 

انګرېزانو نه وغواړي، چې د بخارا او خېوې خپلواکي ومني. او هم د وسلو او پیسو مرسته ورسره وکړي،ولې هغوی دغه وړاندیز ته کوم ځواب ورنه کړ.۸  

ددې لپاره چې ابراهیم بیګ، انوربیګ او جمال پاشا او نور پدې ډاډه شي چې افغان ټولواک د بخارا او خېوې ازادۍ ته ژمن دي، نو بیايې ددفاع وزیر محمد نادرخان د قطغن تنظیميه رئيس، د عدليې وزیر محمد ابراهیم او څرخي غلام نبي خان مزارشریف او شجاع الدوله یې هرات ته ولېږل. 

له دې سربېره یو شمېر پوځې ځواکونه یې د انور پاشا په ملاتړبخاراته واستول چې په فرغانه کې له « بسنمه چې) جنګیالیو سره مرسته وکړي. 

سایکس percy sykes په خپلو څرګندونو کې ډاګيزه کړې ده چې دا خبره شوروي چارواکوته څرګنده شوې وه چې افغانان د منځنۍ اسیا له ازادۍ بښونکوسره مرسته کوي نو ځکه یې: 

(سردار عبدالرسول خان چې افغان سفیروه پدې تور له بخارا نه بهر کړ چې له جنګیالیو سره مرسته کوي.۹ سکاټ هم د امان الله خان د دربار منشي له خولې چې په انګلیسي ژبی یو اثر یې لیکلی دی.(اوس په برېټش کتابتون کې خوندي دی) منځنۍ اسیا ته پرلاره د باندنیو چارو وزارت یو پوسته چورشوه چې یو شمېر سندونه یې شورویانو ترلاسه کړل. (۷ مخ)  

شوروي چارواکو سربېره له دې چې بخارا یې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې وځپه بلکې ګڼ شمير کسان یې دېته و ګمارل چې له منځنۍ اسیا نه را واخله تر افغانستانه پورې دا ټولې سیمې باید و څاري. 

په دغو څار ګرو کې یو هم اقابکف Georges agabekov وه ده ډېر څه په خپلو سترګو ليدلې او کتلی دي، نه یوازې ده بلکې والټر هم، دوی دواړو په افغانستان کې دندې درلودې چې جاسوسي وکړي. 

د (پنجدې) په تړاو د نورو په څېر دوی او د جۍ- پي-یو- غړیو په وار وار دغه خبرې غبرګې کړېدي چې شوروي چارواکو په ښکاره نه غوښتل چې د افغان چارواکو سره ښکېل شي. ولې له یوې خوا یې له هغو سره سر خوځاوه او له بلې خوا سره پوځ ته دنده وسپارله چې پنجده لاندې کړي. 

څار ګروته دا په غوږ کې څڅول شوی وه دا په ډاګه ووایي چې د پنجدې خلکو پخپله نه غوښتل افغانستان حکومت پورې وتړل شي. 

د جي- پی- یو- مشر په خپلو کې يوه ورځ په ځغرده وویل: د«ریفرنډم» خبره د نړیوالو لپاره موږ  شار بلله کنه ځواکونه مو د خلکو په جامو کې ور ولېږل او پنجده مو لاندې کړه. 

بلشویکان هم لکه د « پترو کبیر» غوندې پدې لټه کې ول چې د هند سمندر ته ځانونه ورسوي. 

په لرې ختیز کې زیړ سمندرګی او په منچوریاکې «پورت ارتر» بندر ته لاس رسی ولري. 

خو د روس او جاپان جګړې (۲٠ مې پېړۍ په سرکې) د دوی لاسونه لنډ کړل.د دې یو لامل دا وه چې د اکتوبر(۱۹۱۷ز کال) انقلاب تزاریان نسکور کړل دا ارمان یې ترسره نشو. 

افغانستان ته د شوروي اتحاد « او لیتماتوم)» له یوې خوا د انور بیک وژل د ابراهیم بیک اعدام او د انګرېزانو لاسوهنه له بلې خوا د پاچا امان الله هغه هیله تر سره نکړه چې غوښتل یې په افغانستان د اسلامي (کنفدریشن) بنسټ کېږدي.   

(د لومړۍ برخې پاې )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب