یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهبغلان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې اته...

بغلان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې اته کسان ټپيان شوي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱) د بغلان په مرکز پلخمري کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله اته کسان ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه د پلخمري ښار اړوند د خلازيو په سيمه کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې د يوې کورنۍ اته کسان ټپيان شوي دي.

د بغلان د ملکي روغتون ډاکترانو ویلي چې دوی ته د پېښې له ځایه د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ټپيان ور وړل شوي دي.

بل خوا د بغلان ځايي امنیتي چارواکي وايي چې په یاده سیمه کې یې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو د هاوان مرمۍ د لګېدو په هکله بې خبري ښيي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د بغلان په مرکز او شاوخوا سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب