جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهوحید عمر: طالبان دا ځل د بندیانو د خلاصون لپاره هېڅ دلیل...

وحید عمر: طالبان دا ځل د بندیانو د خلاصون لپاره هېڅ دلیل او توجیه نه لري

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱) په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی سلاکار وحید عمر وايي، حکومت په هیڅ صورت د ۷زره نورو طالب بندیانو د خلاصون طرفدار نه دی.

ښاغلي عمر نن چهارشنبه په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، تر څو چې طالبان د سولې په برخه کې ريښتیني ګامونه پورته نه کړي، ددې ډلې د بندیانو ازادول کومه ګټه نه لري.

نوموړي په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې طالبانو د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو سره سم د خپلو پاتې ۷زرو نورو زندانیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د افغانستان حکومت تېر کال د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د شوې هوکړې له مخې ۵۵۰۰ طالب بندیان ازاد کړل.

وحید عمر په نننۍ ناسته کې وویل چې حکومت په تېر کې د ۵۵۰۰ بندیانو له خوشي کولو خورا ترخه تجربه لري.

د نوموړي په خبره د افغانستان حکومت یاد بندیان د سولې او ثبات د راتګ په نیت خوشي کړل، خو دې مسئلې نه یوازې جګړې کمې نه کړې بلکې لا یې د جګړو ډګر تود کړی دی.

وحید عمر وویل، طالبان دا ځل د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره هېڅ راز دلیل او توجیه نه لري ځکه دغې ډلې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

افغان چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي چې ازاد شوي طالب بندیان د کړې ژمنې خلاف د جګړو لیکو ته ستانه شوي او تاوتریخوالی هم ورسره زیاد شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

په ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی سلاکار په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امرالله صالح تازه د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کړې ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې طالبان په وروستیو هدفي بریدونو کې لاس لري او تر هغه چې د خپلو اعمالو سزا ونه ویني دغه ډول کړنو ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغانستان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې دویم پړاو مذاکرات پیل شوي دي، خو وحید عمر وايي چې د سولې دویم پړاو خبرې ډېرې ورو روانې دي.

1 COMMENT

  1. طالب بندیان د افغانستان په دولتي جېلونو کې آرام پراته دي ، خپل خوبونه کوي او د کورنیو له احوال نه هم هروخت احوال اخیستلي شي . ژوند یې تضمین دی ، د ناروغیو په وخت کې بشردوسته داکتران هغوی تداوي کوي .
    اما د بندیانو لپاره له سولې سره مخالفت او پلمې لټول، د نورو مظلومو افغانانو وژل او د پنجابیانو ،ایرانیانو او نورو مغرضو کړیو د خوشحالولو لپاره جنګ ته دوام ورکول او خپل وطن ورانول یا په اور کې سوځول له انساني او اسلامي غوښتنو خلاف عمل دی .
    ترهرڅه لومړی باید د دواړو خواو ترمنځ اوربند مهم دی ، خپلو هېوادوالو ته له مرګ نه نجات ورکړئ . د افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره په اخلاص او صداقت سره په ګډه تصمیم ونسئ ، خپل تاریخي مسوولیت د خپل ولس په مقابل کې ادا کړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب