یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپنتاګون: لا هم په افغانستان کې ۱۸۰۰ قراردادیان پاتې دي

پنتاګون: لا هم په افغانستان کې ۱۸۰۰ قراردادیان پاتې دي

تاند(چهار شنبه، د دلوې ۱) د امریکا دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره هممهاله یې سلګونه قراردادیان هم له دې هیواده ایستلي دي.

د سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، وروسته له دې چې د جمعې په ورځ د امریکا دفاع وزارت وویل چې په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی، لا هم په دې هیواد کې تر ۱۸۰۰ ډېر امریکايي قراردادیان پاتې دي.

د دغه وزارت پر اساس، د تېر ۲۰۲۰ کال تر اکتوبر پورې په افغانستان کې د امریکايي قراردادیانو شمېر ۴۳۰۰ ته رسېده خو د دې لپاره چې د امریکايي پوځیانو شمېر کم شو، قراردادیانو ته اړتیا هم کمه شوه.

یوه لسیزه پخوا (د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱) د هر قراردادي لپاره یو سرتېری افغانستان ته لېږل شوی و.

امریکا په افغانستان کې ۴۷۰۰ افغان قراردادیان ګومارلي و، یو شمېر نور یې د نیپال او یوګنډا په شان د درېمې نړۍ له هیوادونو راوستي وو خو درې برخې یې امریکایان وو.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، ټول امریکايي پوځیان باید د مې تر میاشتې پورې له افغانستانه ووځي خو نوي ولسمشر جو بایډن ویلي چې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه به وارزوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب