جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنه: د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسه ګواښي

اروپایي ټولنه: د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسه ګواښي

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۱) اروپایي ټولنې په کابل کې د نورو ډیپلوماټیکو استازولیو په ګډون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی غندلی او زیاته کړې یې ده چې د جګړې دوام، هدفي وژنې او نور ترهګریزو بریدونه د ډیموکراټیکو اصولو خلاف اعمال دي او دا چاره د سولې پروسه له ګواښ سره مخ کوي.

خبرپانه کاږي، سوله متقابل باور ته اړتیا لري او د همدې لپاره لازمه ده چې تاوتریخوالی کم او د سولې خبرو بریا لپاره هدفي وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې حکومت باید ټول هدفي بریدونه په کره ډول وڅېړي او نور د ورته قتلونو د مجازات مصوونیت له منځه یوسي.

اروپایي ټولنې ټینګار کړی دی چې د وروستیو هدفي وژنو مسوول طالبان دي او دا ډله باید دا بهیر ژر تر ژره ودروي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال میرویس ناب ویلي، چې افغان حکومت له خپله اړخه د سولې د تحقق لپاره ستر ګامونه اخیستي، خو په خواشنۍ طالبانو لا هم تاوتریخوالي ته زور ورکړی او دا د دې ښکارندوی دي، چې د دغه ډلې په لیدلوري او ستراتېژۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

نوموړي د سولې مذاکراتو د بریالیتوب او راتلو په برخه کې د ناټوغړو هېوادونو، اروپايي ټولنې او په ټول کې د نړیوالو همکاري او مرسته مهمه وبلله او دا یې د سیمې او نړۍ د امنیت په ګټه وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب