Homeخبرونهکندز کې د املوکو حاصلات نږدې سل ټنو ته رسېدلي

کندز کې د املوکو حاصلات نږدې سل ټنو ته رسېدلي

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۱) کرنې وزارت وایي چې په کندز ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو تر څنګ د املوکو باغونه هم د پراخېدو په حال کې دي او حاصلات یې هم زیات شوي دي.

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق ويلي، چې د کندز ولایت په کچه څه باندې۳۰۰ جریبه د املوکو بڼونه شته دي، چې سږني حاصلات یې ۹۹ ټنو ته رسېدلي دي.

قرلق زیاته کړې چې د کندز په ټولو ولسوالیو کې د املوکو باغونه شته، خو د دې ولایت د مرکز په ګډون د امام صاحب، دشت ارچي، قلعه ذال، کلباد او چهار درې ولسوالیو کې کال په کال ډېرېږي او حاصلات یې هم له یوه کاله بل ته د ډېرېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد له ګڼو ولایتونو د ښه حاصلاتو خبر ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...