جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهالبانیا وايي، یو پوځي یې په افغانستان کې مړ شوی

البانیا وايي، یو پوځي یې په افغانستان کې مړ شوی

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۱) د البانیا دفاع وزارت نن په پلازمېنه تیرانا کې وویل چې په افغانستان کې یې یو سرتېری مړی شوی دی.

دغه وزارت د خپل مړ شوي سرتېري نوم نه دی اعلان کړی خو ویلي یې دي چې هغه تېره شپه سا ورکړه.

دا د لوېدیځ بالکان د سیمې دوهم پوځي دی چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په لړ کې مړ کېږي.

د البانیا دفاع وزارت د خپل پوځي د مړینې د علت په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې د ناټو په مشرۍ غوڅ ملاتړ ماموریت د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

دې ته په پام چې د ناټو پوځیان په جنګي ماموریتونو کې ګډون نه کوي ګومان کېږي چې البانیايي پوځي به د روغتیايي ستونزو له کبله مړ شوی وي.

البانیا، چې د ناټو غړی هیواد دی، په افغانستان کې له ۲۰۱۰ څخه په غوڅ ملاتړ ماموریت کې پوځیان لري.

دا هیواد په افغانستان کې ۹۹ سرتېري لري چې ټول په هرات او کابل کې مېشت دي.

تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اعلان وکړ چې په ۲۰۲۰ کې په افغانستان کې د دوی هیڅ پوځي نه دی وژل شوی.

د هغې موافقې پر اساس، چې امریکا له طالبانو سره د تېر کال په فبرورۍ کې لاسلیک کړه، طالبان پر بهرنیو پوځیانو حملې نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب