تاند (چهارشنبه د دلوې ۱) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ لاړ او په هوایي ډګر کې تر وینا وروسته یې له خپلو پلویانو سره مخه ښه وکړه.
ښاغلي ټرمپ د خپلې مخې ښې په وینا کې وویل چې د راتلونکي ولسمشر لپاره یې پیاوړي بنسټونه په میراث پرې اېښې دي او هغه ته یې د بریا هیله وکړه.
نوموړي له خپلو پلویانو مننه وکړه چې په تېرو څلورو کلونو کې دده تر څنګ ولاړ و او زیاته یې کړه چې بیا به هم د خلکو په منځ کې وي او بېرته به راګرځي.
د ټرمپ د تګ پر وخت د مریلند ایالت په اندریو هوایي اډه کې د مخه ښې مراسم په پوځي تشریفاتو، د هغه د کورنۍ د غړو او لږ شمیر میلمنو په ګډون ترسره شول.
هماغه وخت چې د ښاغلي ټرمپ الوتکه د فلوریدا ایالت ته رسیږي، د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن به د کانګرس په انګړ کې د لوړې په مراسمو کې لوړه کوي؛ هغه مراسم چې ښاغلی ټرمپ په کې ګډون نه کوي.
تر اوسه د ټرمپ د سیاسي فعالیت راتلونکی څرګنده ندی، خو په خپله د مخې وینا کې وویل چې په یو ډول نه یو بل به بېرته راګرځي.
ډونالډ ټرمپ په داسې مهال جو بایډن ته واک سپاري چې د هغه نوم د یو داسې ولسمشر په توګه چې دوه ځلې استیضاح شوی د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې ثبت شوی دی.
د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن به نن د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خو ټرمپ په کې ګډون نه کوي.
دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي.
ټاکل شوې ده د لوړې مراسم د امریکا پر وخت د غرمې خوا ته د کانګرس د ودانۍ مخې ته په کلکو امنیتي تدابیرو کې جوړ شي.