جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب: د طالبانو روانې جګړې مشروعيت بايللی

حمدالله محب: د طالبانو روانې جګړې مشروعيت بايللی

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱) د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د جنوب زون ولایتونو د عمومي وضعیت ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته تللی دی.

د یادې شورا د معلوماتو له مخې، ښاغلي محب په دې سفر کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان ‌وردک، لوګر، غزني او بامیان ولایتونو له ملکي او نظامي چارواکو او دغه راز د ۲۰۳ تندر قول اردو له سرتېرو سره لیده کاته کړي دي.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په دې لیدنه کې د جنوب زون پر عمومي امنيتي وضعيت، ستونزو او حل ‌لارو خبرې وکړې.

په بیان کې د حمدالله محب له قوله راغلي: «د طالبانو روانې جګړې مشروعيت بايللی او اسلامي نړۍ د افغان نظام او عامو خلکو پر ضد د طالبانو جنګ خروج او بغاوت بللی دی.»

دا په تیرو دوه اونیو کې د حمدالله محب څلورم سفر دی چې ولایتونو ته یې کوي، نوموړی له دې وړاندې ننګرهار، بلخ او هلمند ولایتونو ته هم تللی و.

حمدالله محب په داسې مهال ولایتونو ته سفرونه پيل کړي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو جګړو راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب