Homeخبرونهد متحده ایالاتو نوی حکومت؛ افغان ولسمشر له امریکايي چارواکو سره خبرې...

د متحده ایالاتو نوی حکومت؛ افغان ولسمشر له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱) د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د جو بایډن د کار د پيل په درشل کې افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس وېلسن او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره وکتل.

ارګ چهارشنبه ماخوستن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه لیدنه نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې تر سره شوه.

سرچینه زیاتوي په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې، جینیوا کنفرانس د ژمنو او د امریکا د نوي حکومت سره چې سبا به رسماً خپل کار پیل کړي د افغانستان د اړیکو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې جنرال سکاټ مېلر، دوحې ته د خپل وروستي سفر جزیات له ولسمشر غني سره شریک کړل.

دا ناسته په داسې مهال شوې چې د متحده ایالاتو نوي دفاع وزیر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې د بیا ارزولو خبر ورکړی دی.

https://taand.net/%d8%a8%d9%84%db%8c%d9%86%da%a9%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%87%d9%88%da%a9%da%93%d9%87-%d9%be%d9%87-%d8%af%d9%82%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...