شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد احمد راشد سامع جسد، په مزارشریف کې وموندل شو

د احمد راشد سامع جسد، په مزارشریف کې وموندل شو

(تاند، پنجشنبه د جدي ۲۵) د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې، هلته د بشرحقوقو د سیمه ایز دفتر د رئیس زوی د نامالومو کسانو لخوا په مرموز ډول وژل شوی و.

وژل شوی هلک احمدراشد سامع نومېده، چې ۳۰ کاله عمر یې لره او درې ورځې وړاندې له مزارشریف ښار څخه نادرکه شوی و، چې جسد یې نن سهار د ښار په نهمه ناحیه کې وموندل شو.

د احمد راشد کورنۍ وایي، چې هغه یې په خپک کولو وژلی او بیا یې جسد په یوه بورۍ کې اچولی و.

احمدفائز سامع، چې د وژل شوي هلک ورور دی له یو ټلویزوني چینل سره په خبرو کې وویل: “ما خپل مشر ورور له لاسه ورکړی، هغه درد چې پر ما تیریږي یوازې زه پرې پوهیږم. “

احمد راشد د بلخ پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه فارغ شوی و او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سره یې د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

له هغه څخه یوه څلور کلنه لور او ځوانه میرمن پاتې شول.

مزارشریف له پلازمېنې کابل وروسته هغه ښار دی، چې هدفي وژنې پکې ډیرې شوي دي.

د  بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل،  بیا په دغه ولایت کې د هدفي وژنو د دقیقو ارقامو په اړه څه نه وایي، خو په خبره یې، چې په تیرو دوه اونیو کې یې ۵ تنه د هدفي وژنو په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د نامالومو وسله والو لخوا په مزارشریف ښار کې د افغان پوځ دوه افسران او یو سرتیری ووژل شول او دوه تنه نور یې ټپیان شول.

1 COMMENT

  1. په کومو ولايتونو او ښارونو کې چې د شورای نظار لنډه‌غر وي هلته جنګ، فساد، غلا، قتل عامه خبره ده.
    ځکه د دوی په قومي توګه له نسلونو نسلونو لنډه‌غر،غله او لوچک پاتې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب