شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله یيز جنسي تېري تورن په...

کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله یيز جنسي تېري تورن په ۱۷ کاله بند محکوم شو

تاند (پنجشنبه د جدي ۲۵) د افغانستان لویه څارنوالي وايي، کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله یيز جنسي تېري اصلي تورن په ۱۷ کاله بند محکوم او د پنځو نورو د نیولو قرار صادر شو.

لویې څارنوالۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د روان کال د میزان میاشتې په پینځمه دوه مېرمنې د کاپیسا صیاد سیمې ته د سیاحت لپاره تللې وې، چې هلته لومړی اختطاف او وروسته پرې ډله ييز جنسي تېری وشو.

هغه مهال د کشفي او امنیتي ځواکونو له خوا شپږ تنه په قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.

بیان زياتوي، د دغو کسانو له ډلې یو تن د فاضل په نوم د متضررو نجونو له لوري د څارنوالۍ د تحقیقاتو په صف‌لاین کې د اصلي تورن په توګه وپېژندل شو او په قضیه کې د پنځو نورو تورنو په هکله د نه لاس لرلو له کبله د جزایي دعوا د عدم لزوم قرار (حفظ) صادر شو.

لويه څارنوالي وايي، د قضيې موظف څارنوال د اسنادو، شواهدو او د تحقیقاتو تر بشپړولو او د اتهامنامې تر ترتیبولو وروسته د اتو الزامونو په ترتیبولو سره تورن ته له محکمې څخه د درنې جزا غوښتنه وکړه.

فاضل د دغې قضيې اصلي تورن پېژندل شوی و، چې د کابل دویمې امنیتي حوزې ابتدایه محکمې د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایمو ته د رسیدګۍ دیوان له خوا د اختطاف په جرم پر ۱۵ کاله او د جنسي تېري په جرم پر ۱۷ کاله بند محکوم شو.

سرچينه زياتوي، د څارنوالۍ د تحقیقاتو په پایله کې پنځه نور کسان هر یو ګل رحمن، راشد، فواد، خیبر او نعیم د دې قضيې جرمي شریکان پېژندل شوي او د نیولو قرار يې کشفي او امنیتي ادارو ته سپارل شوی دی.

لويه څارنوالي وايي، دې ادارې په ټول هېواد کې په ۱۳۹۹ مالي کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي دوه زره او ۹۹۰ قضيې څېړلې، چې له ډلې يې ۲۵۹ قضيې د جنسي تېري په تړاو دي.

1 COMMENT

  1. د جنسي تيري کوونکي بايد اعدام شي، ځکه د دوی هم مهاله د دوو ښځو په ګډون د هغوی کورنی ژوند مکمل له منځه وړی، په افغان ټولنه کې پيغور هغه ناوړه عمل دی چې د کورنۍ نور غړي هم ترې لرې نه شي پاتې کېدلای.
    ښه به دا وي چېدغسې وحشيان په عام محضر کې اعدام شي ترڅو نورو جنسي فقيرانو ته د عبرت درس وکرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب