Homeخبرونهکندهارکې ۶ پاکستانیان د جاسوسۍ په تور نیول شوي

کندهارکې ۶ پاکستانیان د جاسوسۍ په تور نیول شوي

تاند (پنج شنبه، د جدي ۲۵) په کندهار ولایت کې شپږ پاکستان د جاسوسۍ په تور نيول شوي دي.

د یاد ولایت د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي نیول شوي شپږ کسان یې سپین بولدک ولسوالۍ کې نیولي دي.

بارکزی زیاتوي چې د پولیسو لومړنیو څېړنو ښودلې چې نیول شویو کسانو کې یې څلور تنه د پاکستان برحاله پولیس او دوه نور یې بیا د دغه هېواد استخباراتي ادارې اړوند کار کوونکي دي.

نوموړی زیاتوي چې دغه کسان د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ وېش بازار ته د موټرو اخیستلو په پلمه د کرښې دې غاړې ته را اوښتي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني اتباع د ورانکاره کړنو په تور نيول کېږي له دې وړاندې هم ګڼ کسان په دې تور نیول شوي دي.

د عاموخلکو په باور افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان له لوري توده شوې او د دوی په خبره پاکستان نه غواړي افغانان ارامه ژوند ولري.

بل لورته افغان سیاسیون هم په افغان سوله کې د پاکستان پر نیت تل شک ښودلی او ویلي یې دي چې دوی د خپلو موخو لپاره افغان حکومت سره له غولوونکي چلند نه کار اخلي.

1 COMMENT

  1. د تادین خان په زندان کیدی زندانی وساتل شی چی تادین ورڅخه ګټه واخلی. غنی او کابل ته یی مسپاری چی بیرته یی یله کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...