شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسویډن د افغانستان اوسني وضیعت ته اندېښمن دی

سویډن د افغانستان اوسني وضیعت ته اندېښمن دی

( تاند، پنجشنبه د جدي ۲۵) د سویډن د بهرنيو چارو وزيره ان لیندې وايي، د جګړې زور اخیستنې  او دوام په افغانستان کې د اوسني حالت په اړه د سویډن هېواد اندېښنې زياتې کړي دي.

ان ليندې دا اندېښنه نن د بهرنيو چارو له وزير محمد حنيف اتمر سره په ټليفوني خبرو کې مطرح کړې او ويلي يې دي، چې په قطر کې د سولې په اړه روانې خبرې اترې بايد پر اوربند ورټولې وي.

له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړې له قوله ویل شوي:
”  په افغانستان کې د تاوتريخوالي دوام او زياتوالی هغه څه دي، چې نه يوازې د سوېډن، بلکې د افغانستان د نورو نړيوالو ملګرو لپاره هم د اندېښنې وړ مسله ده.”

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د  سوېډن د بهرنيو چارو وزيرې ان ليندې ډاډ ورکړی، چې هېواد يې په افغانستان کې د اوربند د رامنځته کېدو په اړه له نړيوالې ټولنې سره همغږی دی او د دې ترڅنګ به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکاري ته دوام ورکوي

د خبرپاڼې په حواله، چې د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر هم د سوېډن له بهرنيو چارو وزيرې ان ليندې سره د خبرو پرمهال د افغانستان د سولې په پروسه کې د سوېډن پر رغوونکي رول، د کابل ـ استوکهلم ترمنځ د ګډو همکاريو پر دوام، د سولې په اړه د اجماع د پياوړتيا په برخه کې پر همکاري او دغه راز په سيمه ‌ييزه او نړيواله کچه له افغانستان څخه پر ملاتړ ټينګار کړی دی.

دغه خبرې وروسته له هغې کیږي، چې په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د حکومت او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ روانې خبرې اترې، د امريکا د منتخب ولسمشر جوبايډن د کاري دورې تر شروع کېدو پورې ځنډېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب