شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد غور وژل شوی وکیل د دوه کسانو پر وژلو تورن و

د غور وژل شوی وکیل د دوه کسانو پر وژلو تورن و

( تاند، پنجشنبه د جدي ۲۵) د غور ولایت د ولایتي شورا غړی عزت الله بیک، چې نن له غرمې وروسته د ملي امنیت د ځواکونو لخوا ووژل شو د یاد ولایت د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمن عطشان او د بسم الله عادل ایماق په نوم د یو ځایي خبریال پر وژلو تورن و.

له غور څخه یو شمیر امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې بیک وروسته له هغی ووژل شو، چې د نوموړي ساتونکو  د ملي امنیت د یادې قطعې یو سرتیری وواژه او یو بل یې ټپي کړ.

د ځایي سرچینو په حواله، چې د ملي امنیت ځواکونو د نوموړي د نیولو هڅه کوله، چې د هغه د ساتونکو له مقاومت سره مخ شول.

د غور ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان او د یاد ولایت یو ځایي خبریال عادل ایماق، څه موده وړاندې په دوه جلا ـ جلا پېښو کې ترور شول، چې په تور یې نن د ملي امنیت د ځواکونو له لوري د عزت الله بیک د نیوله هڅه په وسله واله نښته واوښته.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې همدا تیره ورځ په بدخشان کې د ولایتي شورا د یو وکیل او د ولسي پاڅون والو د یو قومندان ترمنځ د خپلمنځي ستونزو پر سره کلکه جګړه رامنځ ته شوې وه، چې تلفات هم له ځانه سره لرل.

1 COMMENT

  1. دا خبره له شک وتلې چې هدفي وژنو کې همداسې وکيلان، زورواکان، او نور دولتي قاتلان چې د دولت د بدنامۍ سبب ګرځي او هم ملت له دولت څخه ورځ تر بلې لرې کوي.
    دغه نمکحرامه ډله چې د دولت له دسترخوان څخه يې خوري او بيا د همدې دولت پښې وهي.
    ملي ځواکونه بايد نور ويښ شي او داسې لنډغر د نيولوپر ځای نيغ په دې سر وولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب