یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورافغانستان کې هنر، هنری ایجادیات( میناتور، خطاطی) او ودانۍ

افغانستان کې هنر، هنری ایجادیات( میناتور، خطاطی) او ودانۍ

پوهاند دودیال

څلورمه برخه

هنری تخلیقات، رغنده کار او د ژوند د رنګینیو انځور او د روزګار سړې- تودې د ملتونو دتاریخ یوه مهمه برخه وي. په تیره بیا هنری آثار د یو ملت د لوړ روح، د تمدن اوهڅوب ویاړ او د دوی د تاریخی دریځ څرګندونه کوي. دا ټول هغه څه دي چې دوی له نورو بیلوی او ځانګړی هویت وربښي. موږ دقیق او موثق اسناد لرو چې خپل هڅوب ورباندی ثابت کړو. ډیر ځله اروپائیان زموږ بډای تمدن او ویړفرهنګ ته ګوته په غاښ پاتې شوي دي. کله چې د اسلام مبارک دین افغانستان ته راورسید، عربی مورخینو زموږ وطن د نړۍ له نوادرو وشمیر او تجارت، ودانیو، کرنې، صنعت، کاروانسرایونو او نورو اقتصادی، هنری اومدنی ارزښتونو، پرمختګ او طبیعی منظرو ته یې په حیرت کې شول. کلونه کلونه زموږ پیداوارو لکه لاجبرو او زمردو، او وروسته بیا زموږ معنوی میراث او ورپسې مو صنعت زموږ د وطن نوم په نړۍ کې مشهور کړی و، زموږ د صنعتکارو صنعت ته به دچین تجار په لوړه بیه حاضر و چې ترلاسه یې کړي او داسې نور مثالونه.  له بده مرغه اوس داسې بده ورځ راغلی چی زموږ تاریخی سیالان غواړی تر هرڅه دمخه زموږ فرهنګی میراث یا له منځه یوسي  یا یې په جعل سره خپل کړي. دا هڅې ښکاره روانې دي چې موږ د یوه داسې بدوي او بی احساسه قوم په توګه معرفي کړي چې ګواکې له تمدن، هنر، عواطفو، تساند او نورو سجایاوو سره هیڅ اشنایی نه لرو او ملی تاریخ مو ټول بدویت دی، خو تاریخ د دې سرچپه ثابتوی.

د مقالو د سلسلې په دغه برخه کې به لومړی د هنر او په تیره د افغانی هنر، بیا به زموږ د۷۰۰-۸۰۰کلونو مخکی د خط او میناتوری یو څو بیلګی ذکر شي، البته تردې مخکې مقالوکې د لرغوني دوران مسایل راغلی وو.

نو هنر څه د ی؟

هنر (Art) د انساني فعالیتونو هغې مجموعې او آثارو ته ویل کیږي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې کولو او د ځانګړې معنا او مفهوم د لېږدولو لپاره ترسره کیږي. هنر د یو ملت جمعی- شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی، چې د دوی  معنوی عروج څرګندوي. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا لاښکلی کول دي.  په دې توګه هنر د طبیعت له زېږنده ښکارندو(پدیدو) څخه توپير لري او د بشر د هستوونکی خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوی ابداعات په هنر کې شمېرل کیږي. لکه انځورګري، پږ توږل، ګرافیکي طرحې، ودانۍ جوړول، موسیقي، شعر، تیاتر، سینما او نور. هنر او هنری اثر تر ټولو سخت او ستونزمن کار او د ډیرو معیارونو لرونکی دی. دنړۍ هرهیواد پخ خپلوهنری هستونو او هنرمندانو ویاړي. پرمختللی هیوادونه په ډیر زیار، ډیرو لګښتونو او له بیلابیلو لارو، خپل هنر او هنرمندان نړۍ ته ورپیژنی او د ځان لپاره یې ویاړ بولی او په دې سره ځان متمدن ثابتوي.

دهنر د ځانګړی ارزښت له مخې، ډیرو پوهانو هنر دعلم تر کچې اوچت کړی او هغه یې د ښکلي، ګټور او یا هم ښکلي او ګټور محصول د تولید لپاره پر عمل باندې د علم تطبیق کول ښودلي دي.

دهنری آثارو ځینی بیلګې  د هنریت تر څنګ د یو شمېر اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم وي، لکه خط او خطاطی او میناتور او لوښي جوړول او نور. د هغو محصول تکرار کېدونکی او په هماغه یوه بڼه وي چې دې ته هنري صنعت یا صنعتي هنر وايي، خو هغه چې موخه یې یواځې او یواځې د انسان د ښکلا خوښونې د تندې ماتول وي، نو دې ته ښکلي هنرونه وايي. ښکلي هنرونه د دې له مخې چې آیا د هغو اغېزه د انسان په ذهن باندې د کوم حس له لارې واردیږي، یا په بله وینا آیا دا چې د انسان د ښکلا خوښونې احساس په کومه طریقه پوره کوي، په بېلابېلو ډولونو وېشل کیږي لکه: د پلاستیک هنر، فونتیک، بصري هنر، سمعي هنر او داسې نور. پلاستیک یا بصري هنرونه هغه هنرونه دي چې د انسان په ذهن باندې د هنر اغېزې د باصره حس یا سترګو له لارې واردیږي، نو ځکه له مادي او ثابتو عناصرو څخه جوړ شوي دي چې په لاندې توګه دي:

۱.د معماري هنر یا د ښکلو ودانیو د جوړولو هنر چې د ودانۍ جوړولو یوه څانګه بلل کیږي او د ودانیو د جوړولو، دیکوراسیون، ښکلی کول او سینګار هنر دی.

۲. د حجاري هنر یا له جامدو ماودو څخه د ښکلو شکلونو د جوړولو هنر. دې ته ځکه د حجاري هنر وايي چې زیاتره وختونه دغه ډول شکلونه له تیږې څخه جوړېدل نو ځکه ورته پږ توږل هم وايي.

۳. د انځورګري یا د شیانو د تجسم هنر او د فکر او خیال مجسم کول د خط، رنګ او کرښو په واسطه انځورګري بلل کیږي، خو رنګ پکښې ونه کارول شي او یواځې کرښې وي، نو بیا د رسامۍ پرځای نقاشي ورته ویل کیږي. ښکلی ليک هم د نقاشي یوه څانګه ده.سمعي یا فونتیک هنرونه هغه دي چې اغېزه یې د غوږ او اورېدو له لارې په ذهن واردیږي نو ځکه یې عناصر مادي او ثابت نه دي، چې په لاندې برخو ویشل کیږي:

۴.موسیقي یا د غږونو په واسطه د ښکلا رامنځته کولو هنر.

۲. ادبیات یا د الفاظو او کلماتو په واسطه د ښکلا رامنځته کول چې دا هم دوه ډولونه لري:

الف) که چېرې د الفاظو په جوړښت د هغو وزن و آهنګ په پام کې ونیول شي، شعر ورته ویل کیږي.

ب) که چېرې الفاظ بې له وزن څخه یو بل سره ترکیب شي نثر ورته ویل کیږي، چې له نیکه مرغه موږ دا ټول لرو.

زموږ تاریخی آبدات، لنډۍ، فوکلور او ولسی  ادب او ډیر نور یې مثالونه دی. دمقالو د دغې لړۍ تیروبرخو کې یادونه وشوه چې په لرغونی افغانستان کې به  د آبداتو، خط  او میناتور څو ریفرنسونه ذکر کړم. دلته غواړم له دغو سرچینو یوه ته یې اشاره وکړم:

نامتو څیړونکی او مورخ Jonathan L.Lee د AFGHANISTAN (A History from 1260 to the Present) په نوم په ۷۸۴مخونو کې له ۱۲۶۰میلادي کال را دېخوا، یعنې تقریباً ۷۰۰کاله پخوا څخه دافغانستان د تاریخ مهمې پېښې رااخیستی چې ډیره برخه یې د افغانستان فرهنګی میراث، خط او میناتوری ده، چې دکتاب په آخر کې یې خپل اخځ په ۳۰مخونو کې ښودلی دی. دغه مولف په افغانستان کې میناتوری دهرات له سبک څخه نیولی، بیا تر نورو سیمو او ولایتونو؛ د تاریخی ودانیو،څلیو، زیارتونو، جوماتونو، مدرسو او آن تر دولتی نشان او ملی بیرغ پورې مسایل څیړلي دی.دهرات دمیناتوری سبک یې له یو شمیر بیلګو سره معرفي کړی دی. دهغو جوماتونو، مدرسو او زیارتونو معرفی او عکسونه یې راټول کړي دي، چې یو شمیر یې اوس ندی پاتې، خو له نیکه مرغه ځینې یې لا اوس هم شته. یو میناتور یې دا دی:

له هراته تر ملتان پورې یې د دې هنر تاریخ څیړلی دی او د احمدشابابا پرمهال یې هلته دهغو اسلامی مدرسو او جوماتونومثالونه راوړي چې په ښکلی خط او میناتوری ښکلی دي. دغه مورخ د سیاسی پېښو تر څنګ د افغانانو کلتوری ځانګړنې او د دوی هنری هستونې معرفي کړي دي.

دغه نامتو لیکوال له هرات څخه تر کندهار، کابل، بامیان، اندخوی، ډیلي، ملتان او کشمیر پورې په زړه پورې شواهد را ټول کړي او ټول یې د لوی افغانستان د فرهنګی میراث په نوم ثبت کړي دي. ده د هغو آثارو نومونه هم ذکر کړی دی، چې د تاړاکونو او یرغلونو یا طبیعی پېښو له امله یا بشپړ له منځه تللی، یا غلا شوي، یا هم دطبیعی پېښو له امله ویجاړ شوي دي. د دغو ټولو څیړنو له کتنې څخه جوتیږی، چې زموږ د خپلو مولفینو په پرتله، بهرنیو څیړونکو دافغانستان د فرهنګی میراث په هکله زیات کار کړی دی، چې د قدر او درناوی وړ دی.

یادونه: دغه لړۍ دوام لري. ممکن د بوختیاوو له امله یې د خپریدو په موده کې ځنډ راشي، خو لیکوال به یوځل بیا پر دغو لیکنو کتنه وکړي، او پارسي- دري ژباړه به یې هم چمتو کړي. په دې لړ کې له درانه شاعر ورور، ښاغلی سیدرفعت حسینی څخه مننه کوم چې زه یې د یو شمیر ډیرو درنو ذواتو نومونو ته متوجه کړم، چې د بیړي له امله یې یا نومونه هیر شوی، یا یې نوم، لقب او تخلص پوره ندی لیکل شوی، په دوباره اصلاح کې به دغه نیمګړتیا پوره شي، له ښاغلي ع. شریف زاد څخه مننه کوم چې دغه لړۍ یې په دقت لوستی ده. شریف زاد صیب دښکلی خط د لوړې جایزې ګټونکی او د میناتور او ښکلی خط مینه وال دی. دوی ته وعده ورکوم چې د اوسنی وخت خوشنویسان او میناتور هنرمندان به هم معرفي شي، په دغه مقاله کی پرته له دوو عکسونو څخه، نور عکسونه له پورتنی کتاب څخه اقتباس شوي دي .

دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب