چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهجرمني د افغان کډوالو یوه بله ډله هېواد ته راولیږله

جرمني د افغان کډوالو یوه بله ډله هېواد ته راولیږله

تاند(چهارشنبه، د جدي ۲۴) د افغان کډوالو یوه بله ډله چې د جرمني دولت لخوا یې د پناه ورکولو غوښتنه رد شوې وه بیرته نن سهار کابل راستنه شوه.

د کابل هوايي ډګر چارواکي وايي، د افغان کډوالو یوه بله ۲۶ کسیزه ډله چې د پناه غوښتنه يې د آلمان دولت لخوا رد شوې وه نن سهار کابل ته را ولېږدول شول.

د ۲۰۱۶ له ډسمبر څخه تر اوسه ۹۶۳ افغان کډوال له آلمان څخه ویستل شوي دي.

آلمان څخه د افغان کډوالو د ویستلو بهیر د ۲۰۲۰کال په مارچ کې څو میاشتو لپاره دریدلی وو خو په ډسمبر میاشت کې بیا له سره پیل شو.

د ډسمبر میاشت په ۱۷ مه د افغان کډوالو یو ۳۰ کسیزه ډله له آلمان څخه ایستل شوې وه چې کابل ته راستانه شوي وه.

دا په داسې حال کې دی چې له دې مخکې د کډوالو د پناه وړلو ملاتړ کوونکی سازمان له آلمان څخه د افغان کډوالو د ویستلو د دریدو غوښتونکی شوې وه.

د دې سازمان یو مسوول وايي، د آلماني چارواکو لخوا کوم امن ځايونه چې دې افغان کډوالو ته آلمان کې د اوسیدو بدیل په توګه ادعا شوي ده، چې د افغان کډوالو لپاره شتون نلري.

د یادونې ده چې تر اوسه هم په افغانستان کې د دولت مرکچي پلاوو او طالبانو ترمنځ د اوربند په هکله څه ندي ویل شوي او دا د دې لامل شوی چې افغان ولس لا تراوسه هم بیلابیلې لارې آزمايي تر څو چې ځان اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی