دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+کاري مرکې ته د چمتو والي ۷ پړاوونه

کاري مرکې ته د چمتو والي ۷ پړاوونه

ژباړه او زیاتونه: حبیب مؤمن

کله چې تاسو کاري مرکه یا Interview لری نو ډېر څه شته چې باید له مرکې څخه تر مخه یې سر ته ورسوی تر څو خپلې کاري مرکې ته چمتو شی. دا مقاله هغه عملي ګامونه در په ګوته کوي چې څرنګه یوې کاري مرکې ته چمتو والی ونیسی. په یاد ولرئ چې هېڅکله به د لومړۍ لیدنې د اغېز دوهم چانس تر لاسه نه کړی. په دې مانا چې هغه اغېز چې تاسو یې په لومړۍ لیدنه کې پر مقابل لوري پرېږدی دوهم ځل یې هېڅکله هم نه شی پرېښودلی نو له همدې امله لازمه ده څو له خپلې مرکې څخه مخکې خپل ښه چمتو والی ونیسئ.

  • ظاهري بڼه مو چمتو کړئ:

هغه څه چې تاسو یې اغوندی کاري مرکې ته ستاسو د چمتو والي یوه خورا اړینه او مهمه برخه ده. له همدې امله اړینه ده څو کاري مرکې د اغوستو له پاره یوه جوړه مناسب لباس غوره کړئ. وروسته له دې چې د خپلې مرکې له پاره مو لباس غوره کړ نو ځان ډاډه کړئ چې لباس مو پاک او اوتو کړی وي او مرکې ته د تلو له پاره وړ او مناسب لوازم ولری لکه بوټونه او نور. دا نه ده ستونزمنه چې خپل لباس مو له ټاکلي وخت موده مخکې و ارزوئ چې آیا د کاري مرکې له پاره مناسب دی او که نه؟ ځکه تاسو دا کار یواځې د دې له پاره تر سره کوی تر څو هر څه سم وي او تاسو ښکلي او مناسب ښکاره شی. بیا مو غوره کړی لباس جلا کېږدئ او د مرکې ورځې ته یې چمتو وساتئ. کله مو چې دا مهم ګام پورته کړ، اوس تاسو کولی شی چې پر نورو هغو تمرکز وکړی.

  • د کاري مرکې پیل مو تمرین کړئ:

مخکې له مخکې په دې پام وکړئ چې کاري مرکه مو باید څنګه پیل کړی. تاسو باید تل خپله مرکه په دوستانه مسکا، د لاس په ور کړه او لاس خوځولو پیل کړی او غوره ده چې دا کار له خپلو ملګرو او یا د کورنۍ د غړو سره له مرکې څخه مخکې تمرین کړئ. که تاسو خپله کاري مرکه سمه پیل کړه نو تاسو به لازمه انرژي تر لاسه کړی او د دې چانس به مو لا زیات شي چې مرکه مو په ښه ډول سر ته ورسوی. دا یو وړوکی او ساده ګام دی چې تاسو یې کاري مرکې ته د چمتو والي له پاره باید تل تر سره کړئ.

  • خپل د سوانحو لنډيز (سي وي) مو ولولئ او په اړه یې په هر څه ځان پوه کړئ:

ستاسو کاري تجربه او وړتیاوې چې تاسو پر خپله سي وي لست کړي دي هغه مناسبه لوبه ده چې تاسو یې د مرکې پر مهال په اړه خبرې کولی شی. ستاسو سي وي ټول هغه څه دي چې مرکه کوونکی یې په اړه له تاسو سره خبرې کوي او غواړي له مخې یې تاسو ښه وپېژني. دوی ښايي ستاسو له سي وي ځينې شیان را واخلي او له تاسو وغواړي چې تشرېح یې کړئ. تر دې چې تاسو ښايي د خپلې یوې ډېرې پخوانۍ دندې یادونه کړې وي چې کلونه مخکې مو تر سره کوله. مرکه کوونکی ښايي د همدې دندې په اړه له تاسو وپوښتي چې هلته مو اصلي دنده څه وه او څه مو کول؟ تاسو اړ یاست چې ځواب ور ته ووایاست. دا هغه یو ګام دی چې کاري مرکې ته د چمتو والي پر مهال هېڅکله هم باید ترې تېر نه شې.

  • د کاري مرکې د خورا عامو پوښتنو د ځوابونو تمرین وکړئ:

یو لړ عامې پوښتنې شته چې نژدې په هره کاري مرکه کې پوښتل کېږي. که تاسو نه پوهېږی چې دا عامې پوښتنې څه دي نو په اړه یې پلټنې وکړئ او له خپلو دوستانو او ملګرو څخه یې په اړه مرسته وغواړئ. تاسو باید دا پوښتنې وګورئ، ځوابونه یې ومومئ او د تمرین له لارې ور ته چمتووالی ونیسئ. تاسو تل باید دې ډول پوښتنو ته چمتو و اوسئ چې «د ځان په اړه مو را ته ووایاست»، «ولې فکر کوئ چې تاسو دې دندې ته تر نورو غوره یاست؟»، «خپل منفي او مثبت اړخونه مو بیان کړئ»، «خپل د قوت او ضعف ټکي مو په ګوته کړئ» او داسې نور… ګمارونکي د دې پوښتنو په اړه ستاسو پر ځوابونو نه پوهېږي او دا تاسو یاست چې باید ویې پوهوئ.

ځوابونه مو په بشپړ ډول مه په یادو کوی (یا په عامه اصطلاح مه یې میخانیک کوی) او پر ځای یې د هرې پوښتنې د ځواب په اړه یو واضح مفهوم په پام کې ونیسئ. کله چې پوښتنه در څخه وشي ستاسو ځواب باید ځیرک او طبعي وي. نورو پوښتنو ته هم غوږ ونیسئ او باید په ريښتوني ډول په دې وپوهېږئ چې تاسو کمپنۍ ته څه ګټه رسولی شی ځکه دا له تاسو سره مرسته کوي څو دې ډول عامو پوښتنو ته سم ځوابونه ووایاست.

  • د کمپنۍ او هغې دندې په اړه پلټنه وکړئ چې تاسو ور ته نوملیکنه کړې:

هغه پوښتنې چې د کمپنۍ او دندې په اړه یې له ځانه سره لری ولیکئ ځکه تاسو به وکولی شی چې د مرکې پر مهال یې له مرکه کوونکو څخه وپوښتی. که د دندې د ځینو اړتیاوو په اړه ډاډه نه یاست نو حتماً یې باید په اړه د مرکې پر مهال پوښتنه وکړئ. دا تل غوره ده چې تاسو کاري مرکې ته له ځیرکو پوښتنو سره ولاړ شی ځکه ستاسو پوښتنې څرګندوي چې تاسو مرکې ته بشپړ چمتو والی نیولی. پوښتنې مو باید پر ځای او اړوندې وي او د بې ځایه پوښتنو له مطرح کولو څخه ډډه وکړئ.

  • د کاري مرکې پر څرنګوالي (ډول) ځان پوهـ کړئ:

کاري مرکې مختلف ډولونه لري لکه یو پر یو مرکه، ګروپي مرکه او د چلند په اړه مرکه. اړینه نه ده چې تاسو دې حتماً له دې ډول مرکو سره مخ شی. که د مرکې له څرنګوالي څخه نه واست خبر، نو مه وېرېږئ او ډاډه یې په اړه له مرکه کوونکي څخه وپوښتئ. هغه مرکه چې تاسو ور ته لازم چمتو والی نیولی د دواړو لوریو په ګټه ده.

  • د مرکې ځای ته د تلو لاره پیدا کړئ او پر وخت ځان ورسوئ:

باید کافي وخت ولرئ اود ترافیکو ازدحام په پام کې ونیسئ تر څو د مرکې ځای ته ځان ورسوئ. که د مرکې ځای ته تر ټاکلي وخت لس دقیقې د مخه هم ورسېږی ستونزه نه شته خو تر دې زیات نه! ځکه ښايي مرکه کوونکی ستاسو له پاره چمتو و نه اوسي. د مرکه کوونکي تلیفون نمبر باید له ځانه سره ولری تر څو د پتې د ورکېدو او یا ځنډ له امله ور ته خبر ورکړی.

که د دندې په لټه کې یاست او مختلفو دندو ته نوملیکنه کوی نو تاسو اړ یاست چې په یوه  نه یوه کاري مرکه کې د دندې د تر لاسه کولو له پاره ګډون وکړئ. له همدې امله پورتني پړاوونه په پام کې ولرئ ځکه در سره مرسته کوي څو د کاري مرکې له پاره ښه چمتو والی ونیسی. مرکه کوونکي پوهېږي چې تاسو د مرکې له پاره چمتو والی درلود او که نه، که مو درلود نو حتماً به مو ستاینه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب