دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعمران خان: بین الافغاني مذاکرات باید په صبر وڅارل شي

عمران خان: بین الافغاني مذاکرات باید په صبر وڅارل شي

تاند(چهارشنبه، د جدي ۲۴) د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي په افغانستان کې د سولې راتګ به سیمې ته د پرمختګ او پراختیا فرصتونه راولي.

د عمران خان له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دویم مرستیال کریم خلیلي سره کتلي دي.

عمران خان ویلي چې د افغانستان له سولې او ثبات سره ددوی همکاري دوام کوي او په دې برخه کې به یې هڅې ډېرې شي.

هغه وایي همدا چې افغانستان ته سوله او دایمي ثبات راځي نو په سیمه کې به د پرمختګ او پراختیا لپاره ګڼ فرصتونه مساعد شي.

د وحدت اسلامي حزب مشر محمد کریم خلیلي پاکستان ته په دوه ورځني سفر کې تېر ماښام له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپلو خبرو پر مهال وویل، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو ، سوداګریز، اقتصادي، د ملت او ملت ترمنځ اړیکو ته ژمن دی.

لومړي وزیر عمران یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره باید له نظامي لارې کار وا نه خیستل شي او په خبرو هرڅه باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

عمران دغه راز په دې کتنه د افغان سولې له پروسې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، بین الافغاني مذاکرات باید په صبر سره وڅارل شي ترڅو یوې پایلې ته ورسېږي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه راز د افغانستان په جکړه کې له دواړو خواوو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او پر اوربند یې ټينګار وکړ.

د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د دوشنبې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځني سفر لاړ او تراوسه یې هلته د پاکستان د پوځ له مشر باجوه، بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د پارلمان له رییس اسد قیصر سره کتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب