یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د داعش درې کسیزه ډله له منځه وړل شوې

ننګرهار کې د داعش درې کسیزه ډله له منځه وړل شوې

تاند(چهارشنبه، د جدي ۲۴) کورنیو چارو وزارت وايي، په ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش درې کسیزه ډله له منځه یوړل شوه.

د کورنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار د ۷ مې حوزې اړوند سیمه کې د یو لړ ځانګړي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرو یوه ۳ کسیزه ډله له منځه یوړه.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې دې ترهګرې ډلې په جلال آباد ښار کې یوه لویه تروریستي پیښه پلان کړې وه چې موخې ته تر رسیدو مخکې له منځه یوړل شوه او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې، د هیواد په بیلابیلو ځایونو کې د داعش ډلې بریدونه ترسره کیږي او له امله یې ډیرې عام وګړي له منځه ځي.

ملي امنیت هم نن د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي وه چې د مومندرې ولسوالۍ لپاره یې د داعش ډلې مرستیال ولسوال نیوی دی.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa-%d8%af-%d9%85%d9%87%d9%85%d9%86%d8%af%d8%b1%db%90-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%88%d8%a7%d9%84%db%8d-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب