یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهویلسن: افغانستان کې د موقت حکومت ملاتړي نه یوو

ویلسن: افغانستان کې د موقت حکومت ملاتړي نه یوو

تاند(چهارشنبه، د جدي ۲۴) په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن وایي، متحده ایالات ژمن دي چې د سیاسي جوړجاړي له لارې افغانستان کې شخړه پای ته ورسوي، خو د مؤقت حکومت ملاتړي نه دي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی هڅه کوي چې افغانستان یو خپلواک، متحد او دیموکرات پاتې شي او له ځان او ګاونډيو سره په سوله کې د تېرو ۱۹ کالو لاسته راوړنې خوندي کړای شي.

نوموړي ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له مذاکراتي پلاوو سره په تماس کې دی او دواړه لوري خبرو ته هڅوي.

ویلسن ویلي، متحده ایالات د لنډ مهاله حکومت ملاتړ نه کوي او زیاته یې کړه، هیله لري چې افغانان داسې هوکړې ته ورسېږي چې د ټولو غاړو هیلې په کې خوندي شي.

دا په داسې حال کې دی چې له څه مودې راهیسې په افغانستان کې د مؤقت حکومت اوازې را پورته شوې دي او په اړه یې ګڼې اندېښنې موجودې دي. دا اوازې وروسته له دې زیاتې شوې چې د افغانستان د مرکچي پلاوي یوه جمعیتي غړي حفیظ منصور د موقت حکومت غوښتنه وکړه. د جمعیت ګوند هغه غړي چې فکر کوي په واک کې ډېره ونډه نه لري د موقت حکومت ننګه کوي.

بل لورته څو ورځې وړاندې طالبانو ویلي چې هیڅوخت یې د موقت حکومت خبره نه ده کړې خو د راتلونکي نظام پریکړه به د قطر په پلازمینه دوحه کې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب