جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د بازار موندنې ترکیب (مارکېټېنګ مېکس) | محی الدین دلیل

د بازار موندنې ترکیب (مارکېټېنګ مېکس) | محی الدین دلیل

د بازار موندنې ترکیب چې په انګلیسي ژبه کې ورته مارکېټېنګ مېکس وايي، د ټولو هغو کړنو یا تکتیکنو څخه عبارت ده، چې یو سازمان یې د خپل برانډ او تولیداتو یا خدماتو د پرمختګ په پار کاروي. په لنډ ډول ویلی شو چې بازارموندنه د سم تولید ، سم ځای، سم قېمت او سم وخت له ترکیب څخه عبارت ده، نو دا چې څلور واړه فکتورونه، تولید، ځای، قیمت او وخت سم واوسي، ددې لپاره د بازار موندنې ترکیب(مارکېټېنګ مېکس) څخه ګټه اخلو. 

 د بازار موندنې د ترکیب لپاره یوه غوره او تاریخي لار د څلور پي (4P) کارول دي، د څلور پي مفهوم په ۱۹۶۰ ام زېږدیز کال کې، د مک کارتر پرمټ رامنځته شو. څلور پي په ترییب سره د پروډکټ(تولید)، پرایس(قېمت)، پروموشن(بازار پیدا کول) او پلېس ( ځای) لپاره درېږي.

ددې لپاره چې د بازار موندنې لپاره کامیابه او غوره ستراتیژیانې او پلانونه جوړ کړو، بازار مو ورځ تر بلې پراخه او لوی شي، د پېرودونکو د تصمیم نیونې پروسه تر مثبت تاثیر لاندې راولو، پېرودونکي مو له تولیداتو خوښ واوسي، او په پایله کې د خپل سازمان ژوند په بازار کې حفظ  کړو، نو اړینه ده د بازار موندنې له ترکیبه په هر اړخیزه ډول وپوهېږو، د هر فکتور ټول فرعي او ضروري اړخونه وپېژنو، او د مؤثرې او مثمرې کارونې تکتیکونه یې زده کړو.  راځئ د څلور پي ټولو فکتورونو ته لږ څه وضاحت ورکړو.  اړینه ده ووایو چې هر فکتور بیا په خپل ځان کې نور فرعي فکتورونه لري، نو په دې بنسټ هر یوه ته  یې د مېکس کلیمه کارولای شو، لکه: د پروډکټ مېکس، د فروموشن مېکس…

۱- د پروډکټ یا تولید مېکس

تولید په حقیقت کې د ټولو فزیکي شیانو، خدمتونو، نظریو، تجربو، مالوماتو او داسې نورو څخه عبارت ده چې، ورسره د پېرودونکو اړتیاوې او غوښتنې پوره شي. د تولېد په ترکیب کې شته فکتورونه عبارت دی له: د تولید بېلابېل رقمونه ( مثلآ د نارنج، مڼې، توت… په طعم باندې چاکلېټ)، د تولید د کیفیت کچه، د تولید ډیزاین، د تولید ځانګړتیاوې، د برانډ نوم، د تولید بسته بندي، د تولید سایز یا اندازه، له تولید سره چوپړتیاوې، وارنټي او د تولید بیرته اخیستو پالیسي او داسې نور. کله چې مونږ د تولید په اړه پلان جوړوو نو اړینه ده د تولید مېکس په نظر کې ونیسو، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږو.

۲- د قېمت مېکس

د قېمت د مېکس سم او پرځای ټاکنه هم د تولید او سازمان په بریا کې مهم رول لوبوي. د قېمت په مکس کې شته فکتورونه عبارت دی له: خپله د تولید اخرنی قېمت، تخفیفونه، امتیازات (ټول هغه سازمانونه ته چې د پېرودونکو او کمپنۍ ترمنځ وساطت کوي، لکه: خرده فروش او پرچون ته ځېنې امتیازات منل)، د پېسو د ادا کولو موده، د قرض پالیسی او داسې نور. نو د قېمت په انتخاب کې باید دغه ټول فکتورونه په نظر کې ونیول شي، ترڅو مو تولید کامیابي ته ورسېږي.

۳- د پروموشن مېکس

پروموشن مېکس کې ټولې هغه کړنې شامېلېږي، د کومو په مرسته چې مونږ د تولید په اړه هر اړخیزه مالومات د پېرودونکو او بازار تر غوږونو رسوو، او هغوی تشویقوو ترڅو زمونږ تولیدات واخلي. د پروموشن مېکس فکتورونه عبارت  دی له: اعلانونو( رادیو، تلویزون، لوحې، بنر، پوسټر،انټرنېټ…)، د خرڅونکو افرادو (سېلز مېن) کارولو، د خرڅلاو ځانګړی پروموشن [ لنډمهاله لارې، چارې چې ورسره د خرڅلاو کچه لوړولای شو، لکه: لیلام، جایزې ورکول، کوپون ورکول( چې له مخې یې پېرودونکي ته په راتلونکو پېرېدلو کې تخفیف ورکول کېږي)، د وفادارۍ کارت(چې د نوموړي کارت په مرسته نومرې جمعه کوو او وروسته بیا کولای شو په پيسو یا نورو توکو یې بدلې کړو-دلته به مو ځینو مخابراتي شبکو کې ازمایلي وي) او داسې نور ] او عامه روابطو څخه. 

۴- د ځای مېکس

په بازار موندنه کې د ځای د مېکس څخه مطلب ټولې هغه کړنې دي، د کومو په مرسته چې مونږ خپل تولید د پېرودونکو تر لاسونو رسوو. د ځای مېکس کې شامل فکتورونه عبارت دی له: د خرڅلاو موقیعتونه ( دفتر، دوکان، پرچون او خرده پلورونکو… ځنځير)، لوجیستیک، ټرانسپورټ، کدامونه او داسې نور.

ددې لپاره چې ډېر پېرودونکي ولرو، اړینه ده لومړي د ځای، قېمت، تولید او پروموشن سم او غوره مېکسونه انتخاب کړو، ددې څلور واړه مېکسونو سم او دقیق انتخاب د بازارموندنې د سم مېکس د ټاکلو په مانا ده، او د بازار موندنې سم مېکس انتخابول د تولید د کامیابېدو په مانا ده، چې ورسره سازمان خپلو موخو ته رسېږي او خپله بقا په بازار کې حفظ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب