جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهډنمارکۍ کوندسین په افغانستان کې د یوناما مشره وټاکل شوه

ډنمارکۍ کوندسین په افغانستان کې د یوناما مشره وټاکل شوه

تاند(شنبه، د جدې ۱۹) د ملګروملتو سرمنشي انتوني ګویتریش پرون (جمعه) ډنمارکۍ میتي کوندسین Mette Knudsen په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د نوې مشرې په توګه اعلان کړه.

اغلې کوندسین د یوناما د اوسنۍ استرالیايي مشرې انګرید هایدن پر ځای په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي استازې او د مرستندوی ماموریت مشره ټاکل کېږي.

اغلې کوندسین د دیپلوماسۍ، نړیوالو همکاریو او اقتصادي پراختیا په برخو کې ۲۸ کاله تجربه لري او د دې وروستی ماموریت په افغانستان کې د ډنمارک د سفیر په توګه دنده وه.

دې د ډنمارک په باندنیو چارو وزارت کې د ګڼو دندو ترڅنګ په کینیا، اریتیریا او سومالیا کې د (۲۰۱۵-۲۰۲۰) کلونو ترمنځ د سفیرې په توګه، په یونان کې په (۲۰۱۲-۲۰۱۵)، په قبرس کې په (۲۰۱۴-۲۰۱۵) کلونو او په ایتوپیا کې په (۲۰۰۴-۲۰۰۷) کلونو کې د سفیرې په توګه کار کړی.

مېرمن کوندسین دغه راز د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ په ایتوپیا کې د ملګروملتو د استازې په توګه دنده لرله.

دې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت د افریقايي چارو د ريیسې او د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ ترمنځ د کینیا په نایریوبي کې د ملګروملتو د دایمي استازې په توګه کار کړی دی.

دې د سیاسي علومو (پولیټکیل ساینس) په برخه کې د ډنمارک له ارهوس پوهنتونه ماستري اخیستې او د مدرنې یوناني ژبې دیپلوم لري.

اغلې کوندسین په ډنمارکي، انګلیسي او یوناني ژبو ښه پوهېږي.

1 COMMENT

  1. ښه؛ په ډنمارکی هم ژبه هم پوهېږی؟
    بله دا چی:
    کوم چا د طنز پتوګه خپل یو دوست ته وویل چی ما آرزو درلوده چی کومه ورځ د ملګرو ملتو د عمومی منشی پتوګه وټاکل سم او نړیوالو ته خدمت وکړم خو اوس دا آرزو ځکه نلرم چی:
    ” عمومی منشی زما زوی د میاشتی ۲۷۰۰۰ ډالره معاش جیب ته اچوی
    خو
    لویه وظیفه ئې فقط داده چی د ناوړو پېښو په هکله فقط ووائی:
    ډېر خواشینی یم چی فلانۍ غمیزه را منځته سوه ” .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب