تاند (شنبه، د جدي ۲۰) د حزب اسلام مشر ګلبدین حکمتیار سولې ته د رسېدو لپاره یواځينۍ لار د اوسني حکومت بدلون بولي.
دی وایي تر هغه چې د اوسني حکومت په رهبرۍ کې بدلون رانشي طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي.
حکمتیار ویلي، طالبانو د امریکا او پاکستان هغه غوښتنه رد کړې چې ګنې اشرف غني دې د یوه کال لپاره په واک کې پاتې شي.
نوموړی همدا راز زیاته کړې پر جمهوریت د اشرف غني ټینګار د نظام ساتنې لپاره نه دی بلکې نوموړی اوسمهال خپله څوکۍ په خطر کې ویني او له همدې امله د جمهوریت پر دوام ټینګار لري.
ګلبدین حکمتیار وايي، د ارګ د متحدینو تر څنګ د مذاکراتي پلاوي ځینې غړي هم اوس په دې باور دي، چې سولې ته د رسېدو لار د یوې بلې ادارې رامنځته کېدل دي.
نوموړی په داسې حال کې د موقت حکومت په جوړېدو ټینګار کوي چې د حکومت د مذاکراتي پلاوو یو شمېر غړو هم ویلي وو چې د سولې د ټینګښت لپاره باید بله اداره رامنځته شي.
افغان حکومت تازه د حکمتیار د دې خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د حکمتیار په شانې یو هېواد پلورونکی ملي ګټې څه پېژني. دی خو د ای اس ای وفاداره نوکر دی او غواړي د ژوند په دا اخرو شېبو کې هم خپله غلامي ورته ثابته کړي. موقت حکومت د افغانستان دوهمه نږدې تباهي ده. مننه