Homeخبرونهد خبرو دوهم پړاو؛ طالبان وایي د خبرو پرمهال باید د راتلونکي...

د خبرو دوهم پړاو؛ طالبان وایي د خبرو پرمهال باید د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه وشي

تاند (شنبه، د جدي ۲۰) د طالب پلاوي یو شمېرغړو ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي.

دوی دا څرګندونې، د ولسمشرغني د هغې خبرې په ځواب کې کړي چې ویل یې دي یوازې د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی.

طالبان داسې مهال دا غبرګون ښيي چې ټاکل شوې نن په دوحه کې د افغان سولې خبرو پر اجنډا بحث بیا پیل شي.

لا تر اوسه د سولي د دغو خبرو اجنډا مالومه نه ده خو مخکې د دواړو پلاوو ځینو غړو د اجنډا د موضوعاتو په اړه بېلا بېلوغونډ‌و کې خبرې کړې دي.

افغان پلاوی وايي، اوربند یې د اجنډا په سرکې دی او طالب پلاوي بیا ویلي د اجنډا لومړۍ موضوع یې په افغانستان کې د نظام بڼه ده.

بل لورته د حزب اسلام مشر ګلبدین حکمتیار سولې ته د رسېدو لپاره یواځينۍ لار د اوسني حکومت بدلون یاد کړی دی.

ده ویلي تر هغه چې د اوسني حکومت په رهبرۍ کې بدلون رانشي طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي.

حکمتیار زیاته کړې طالبانو د امریکا او پاکستان هغه غوښتنه رد کړې چې ګنې اشرف غني دې د یوه کال لپاره په واک کې پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...