سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهد نظام بدلون په اړه د حکمتیار وروستیو څرګندونو عام افغانان په...

د نظام بدلون په اړه د حکمتیار وروستیو څرګندونو عام افغانان په غوصه کړي

تاند (شنبه، د جدي ۲۰) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي اندونیزیا، ناروې، استرالیا او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو په قطر کې د بین الافغاني خبرو د سولې دوهم پړاو خبرو پیلېدو هرکلی کړی دی.

سرچینه وایي چې یادو هېوادونو دغه راز د سولې له بهیر نه هم بشپړ ملاتړکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د جمعې په ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي شنکر، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې مېنټو مرسودي او د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر ایني ماري اریکسن سره هم د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

هغه ویلي د سولې لپاره د اسلامي نړۍ رول او ملاتړ تر ټولو مهم دی.

د یادو هېوادونو ملاتړ داسې مهال دی چې ټاکل شوې نن په قطر کې د بین الافغاني خبرو د اجنډا پر موضوعاتو رسمي بحثونه پیل شي.

که څه هم یوځل بیا د عامو افغانانو هېلې سولې ته ډېرې شوي خو د ګلبدین د حکومت د بدلون په اړه د ګلبدین حکمتیار خبرو خواشينې کړي.

ګڼو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې پر حکمتیار نیوکې کړي او دی یې د هېواد او نظام دښمن بللی دی.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي وایي حکمتیار تل د نظام پرضد څرګندونې کړي او هڅه یې کړې چې دلته د پردیو دسیسې پلې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې حکمتیار د نظام پر ضد څرګندونې کوي نوموړي له دې وړاندې هم له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د موقت حکومت په اړه څرګندونې کړې وې چې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی وو.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې، سولې د رسېدو لپاره یواځينۍ لار د نظام بدلون دی.

https://taand.net/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%b1%d8%b3%db%90%d8%af%d9%88-%db%8c%d9%88%d8%a7%da%81%d9%8a%d9%86%db%8d-%d9%84%d8%a7%d8%b1-%d8%af-%d8%ad%da%a9/

3 COMMENTS

  1. دا شرمېدلی ځناور ملي ګټې او د هغوی ساتنه نه پېژني. دی د ای اس ای نوکري او وفاداري ښه پېژني او په همدې کې به مردار شي. د موقت حکومت جوړول یو ځل بیا د افغانستان د تباهۍ په مانا ده او دا شرمېدلي خپلې ګټې په وران افغانستان کې لټوي. دا د روښنایۍ خلک نه دي دوی د تیارو خلک دی او د خسکو په شانې په تیارو کې خوشحاله دي. دا ویروس او مېکروب دي. دوی د پرمختللې ټولنې ضد کسان دي او هلته ځای نلري. مننه

  2. وړ او مناسب او ښائېدلئ او منلئ شعار به دا وی:
    د نظام ژور سمون
    نه
    د نظام بنسټیز بدلون
    سربېره پر دې:
    هغه څوک چی د نظام بدلون غواړی نو باید یو منلئ الترناتیو هم ولری حال دا چی نه حکمتیار او نه کوم بل څوک د الترناتیو د د تعریف توان او اهلیت نه لری.
    د نظام بدلون څه معنی؟
    که فرضاً د نظام بدلون اړین هم وی نو د لندن او لاهور ګوډاګیان خو اصلاً د نظام ځای ناستی نه سی ګڼل کېدای.
    داسی ښکاری چی حکمتیار ( په خوب یا ویښه) د خپل ځان سره کلک تړون لاسلیک کړی وی چی
    په هره بیه چی وی باید د واک او قدرت مزه وڅکی.
    امّا
    کومی زړې بوډۍ خپلو کلیوالو او دوستانو پیغلو ته د نصیحت پتوګه وویل:
    ګورئ نجونو! له واده مخکی شیطانی ونکړئ ، ما شیطانی کړې ده باور وکئ د نیمکی خوند ئې نه کاوه.
    نو
    هغه څوک چی غواړی له غیر اصولی لیارو شیطانی وکړی او ځان پر ټولنی وتپی نو باید پوه سی چی
    دا واک د اوغانۍ خوند هم نکوی.

  3. متاسفانه د افغانستان د ورانولو او تخریب په چارو کې متخصص ښاغلی انجنیر ګل بدین حکمت یار تل د ملي ګټو پرخلاف او د پنجابیانو په فرمایش د افغانستان د سیاسي اقتصادي نظام د بدلولو خبرې کوي . کومه خبره چې عمران خان ، جنرال باجوه او د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د مؤقت حکومت او نظام د بدلولو په هکله وکړي ، نوموړی انجنیر ، د یویشتمې پېړۍ پیر لارنس سید اسحق ، خلیفه عطامامد نور او ټالبان د هغوی خبرې لکه طوطیان یوه په یوه تکراروي .
    مونږ په افغانستان کې یوځلې د دغه شوم نوم په راتلو سره د افغانستان درې نیم سوه کلن نظام ، مجهزه او مجربه ملي اردو سره له ټولو تجهیزاتو او امکاناتوله لاسه ورکړل چې د هغوي له ډاره نه باجوه ګانو ته خوب ورته او نه یې بړېڅو ته .
    ټول اقتصادي شته او ظرفیتونه مو له لاسره ورکړل . په زرګونو ځوانان او بېګناه انسانان شهیدان او په میلیونونو نور جبري مهاجرت ته اړ کړل شول. د بشریت په تاریخ کې ترټولو فجیح او زشت اعمال لکه د هلکانو سره نکاح کول ، د خلکو په سرونو د مېخونو ټکوهل ، قص مرده ، له ښځو نه د تیانو پرېکول ، د انسانانو د غوښو خوړل ، د حامله ښځو د اولاد دې زېږون نندارې ، چور ، چپاول ،غلا ګانو ، د لویو ښارونو او ټولو دولتي تاسیساتو له منځه وړل او نور رنګارنګ جنایتونه د موقت حکومت له لاسه واقع شول . مونږ هېڅکله دا تجربې نورې نه غواړو.
    د نظام جوړول آسانه کار ندی، دوی دې له منطق نه کارواخلې د نړیوالو له تجربو او د تاریخ له درسونو نه یو څه زده کړي ، د پاکستان دا اوسنی انګرېز جوړ کړی نظام پدې اویا کلونو کې ولې کاملا له منځه ندی تللی او ثابت پاته دی؟
    البته د دولت د مشرانو وخت د قانون پراساس پوره کیږي. که کوم ولسمشر او یا بل څوک ښه خدمت نشي کولی ، بل ځل دې داسې څوک انتخاب کړي چې د ملت او ولس د خوښې وړ وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب